افغانستان

د غزني والي علماوو ته سپکاوی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت والي «وحیدالله کلیمزي» په مسلم پوهنتون کې د محصلینو د فراغت په ویاړ د رابلل شوې غونډې په مهال علماوو ته توهین کړی او هغوی يې ګواښلي.

له مسلم پوهنتون څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، تېره ورځ په مسلم پوهنتون کې د محصلینو د فراغت په ویاړ غونډه رابلل شوې وه چې له امله يې د مسلم پوهنتون د ادارې له لوري ځايي مشهورو علماوو ته هم بلنه ورکول شوې وه او په رسمي ډول راغوښتل شوي وو؛ د غونډې په مهال فضاء له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې جوړه شوې وه، د ویاندويۍ چارې یوې نجلۍ ته چې بشپړ حجاب یې نه درلود سپارل شوې وې، په لوړ غږ موسیقې پکې غږېده  او کله چې ملي سرود پیل شو، ټولو خلګو ته وویل شول څو د احترام لپاره یې لاس په سینه کېږدي خو د غزني له والۍ سره لنډ په چوکیو کې ناستو ځیني علماوو ملي سرود ته له درېدو انکار وکړ.

د سرچینې په خبره، د علماوو دې ګام د غزني ولایت د والي «وحیدالله کلیمزي» غوسه راوپاروله او د خپلو خبرو په مهال یې علماوو ته بدر در وویل، هغوی یې سپک، ذلیل او د هیواد او حکومت دښمنان یاد کړل او ګواښ يې وکړ چې ځانګړی حساب به ورسره کوي.

والي په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې ملي سرود ته نه پاڅېدل د خلګو او حکومت تر منځ فاصله زیاتوي او خلګ له حکومت سره دښمنۍ ته رابولي.

د والي تر دې ګواښونکې وینا وروسته د غونډې مراسم پیکه شول او ډېری علماء پرته له دې چې د مراسمو تر پایه کښېني په خپله مخ ولاړل.

ویل کېږي، چې د علماوو په استازیتوب د غزني ولایت مشهور عالم «شیخ شېر احمد اغا» وینا وکړه، نوموړي یاده کړه چې د پوهنتون په رسمي بلنه غونډې ته راغلي او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل چې که له پګړۍ او سپینو جامو یې کرکه کېږي بیا دې دوی دې ډول غونډو ته نه رابولي.

شېر احمد اغا ملي سرود د منکراتو له ډلې یاد کړ او تاکید یې وکړ چې دا ډول منکرات دې په رسمي غونډو کې په علماوو نه تپل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

مونږ باید ځانونه نه خطاباسو، د پرون کمونستی او نننی دموکراسی د الحاد تر منځ دومره توپیر دی چه پرونی دموکراسی تیوریکی کفر یا الحاد او نننی دموکراسی عملی کفر یا ماتریالیزم دی د سکولریزم د نوم لاندی . سکولریزم یعنی حکومت کی د هر ډول ادیانو په ځانګړی ډول اسلامی قوانین باید نه وی هر څه باید دیموکراتیک وی . الهی دین له نورو ادیانو توپیر لری د اسلام یو نوم سوله او بل یی حکومت او سیاست دی سوله له سیاست او سیاست بی له سولی ژوند نه شی تیرولی د الهی نظام په عدالت سوله تصمینیږی او… نور لوستل »

اجمل

ملی سرود د یوه مملکت د شجاعت، پوستون او د ملی یوالی ترانه ده. څه پروا لری چی ملی سرود ته احترام وشی. څوک چی د ملک ملی سرود ته احترام نکوی پدی معنی چی د ملک قوانین نه منی او هم ځان د دی ملک نشمیری. والی صیب باید دا علما په ښو الفاظو پوه کړی وای خو علماو ته رد او بد ویل هغه هم د مشر له خولی ښه کار ندی. نن سبا کوم ملک چی ملی ترانه یا ملی سرود نلری پدی معنی چی هغه ملک د دنیا په آزادو ملکونو کی نراځی. محکوم او غلام… نور لوستل »

فغان

دښاغلی مجاهد او ښاغلی اجمل صاحب دواړه تبصری خوندوری وی خو خبره د اسلامی ارزښتونونو ده، هغه داچی زموږ ددین پایه او بنسټ د اسلامی شعایرو عملی کول د دهغوی څخه په وخت، ځای، او مقام کښی په کلکه پیروی کول د کلک ایمان نښه ده. داچی علماء کرام و ملی سرود ته نه ولاړیږی علتونه به یی دهغوی سره په دلایلو باندی ثابت وی. زموږ علم خو لږ دی خو دعلماء کراموڅخه مو دومره اوریدلی دی چی په ملی سرود کښی لومړی داچی هلته ساز موجوددی اوساز ته ولاړیدل د ساز بیحده احترام کول، حال داچی په اسلام کښی… نور لوستل »

جميل

اجمل خانه ! افغانستان تقريباََ سل په سلو کی يو اسلامی هيواد دی او په همدی اسلامی شجاعت او يووالی يی د نړی ستر قدرتونه مات کړل بل داچی و سازته لاس په سينه ولاړ او احترام کول يی يو مسلمان ته نه ښايی ، هرڅه چی ليکی ټولونه مخکی خپل مبارک دين په پام کی ولری .
بل داچی که په رښتيا دا علما علما وای نو د حربی کفارو د غلامانو پدی غونډه کی به يی ګډون نه کولای
(والذين لا يشهدون الزور) .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x