ورزش

په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې کارکردګي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م نړیوال جام په داسې بد حال پای ته ورساوه چې هیڅ یوه بریا یې خپله نه کړه او په جدول کې د صفر پواینټ سره راستانه کیږي.

که څه هم افغان لوبډلې د نړیوال جام په وروستیو درې سیالیو کې د پام وړ لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو په لومړیو او د انګلستان پر وړاندې سیالۍ کې یې خرابه توپ اچونه پر دوی د یو شمېر ریکارډونه لامل شوه.

د افغان لوبډلې نه یوازې په نړیوال جام کې کارکردګي ناسمه وه بلکې له دې وړاندې د لوبډلمشر بدلون او د لوبغاړو انتخاب هم یو شمېر نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي له نړیوال جام یوه نیمه میاشت وړاندې اصغر افغان په ناخبرۍ ګوښه او پرځای یې ګلبدین نائب لوبډلمشر وټاکه چې دغه پریکړه په نړیواله کچه له نیوکو سره مخ شوه او همدا ډول یې د لوبغاړو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړه.

دلته په نړیوال جام کې د افغان لوبغاړو کارکردګي ارزوو.

د توپوهنې برخه

په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لومړی ستونزه د توپوهنې وه چې د محمد شهزاد له ټپي کېدو وروسته یې سم اوپنر توپوهونکي ونه موندل، همدا ډول په منځني لوبغاړو کې هم توپوهونکو د پام وړ فعالیت ونه ښوده او د پای لوبغاړو د زیاتو منډو جوړولو مسوولیت ونه مانه.

په زیاتو منډو کې د افغانستان لخوا په لومړي نمبر رحمت شاه و چې د دوه نیمه سلیزو په مرسته یې په ۹ پاڼیو کې ۲۵۸ منډې جوړې کړې، نجیب ځدران د ۲۳۰ منډو سره په دویم، حشمت شهیدي د ۱۹۷ منډو سره په دریم او ګلبدین نائب د ۱۹۴ منډو سره په څلورم نمبر زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي و.

د افغانستان لخوا رحمت شاه او حشمت شهیدي ۲-۲، نجیب ځدران، محمد نبي او اکرام علیخېل یوه-یوه نیمه سلیزه ووهله. په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې «۸۶» اکرام علیخېل جوړې کړې، ددوی لخوا هیڅ کوم لوبغاړی په سلیزه وهلو بریالی نشو.

زیاتې څلوریزې

په څلوریزو کې رحمت شاه له ټولو وړاندې دی، نوموړي په ۹ سیالیو کې ټولې ۳۵ څلوریزې وهلي، همدا ډول نجیب ځدران ۲۵، حشمت شهیدي او ګلبدین نائب ۲۰-۲۰ څلوریزې وهلي. په شپږیزو کې زیاتې «۵» اصغر افغان وهلي، همدا ډول نجیب ځدران او راشد خان ۴-۴ شپږیزې وهلي دي.

آلراونډ کارکردګي

محمد نبي د یو شمېر ستونزو سربېره غوره آلراونډ کارکردګي ترسره کړه، نوموړي «۱۰۷» منډې جوړې کړې او په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې «۱۰» ویکټې یې واخیستې، محمد نبي د ډګر ساتنې په برخه کې هم د پام وړ کارکردګي ترسره کړه. همدا ډول لوبډلشمر نائب د ۱۹۴ منډو سربېره ۹ ویکټې واخیستې.

د توپ اچونې برخه

افغان لوبډلې په وروستیو څو سیالیو کې د توپ اچونې په مرسته سترو لوبډلو ته سخت ځواب ورکړ خو ناسمې لوبډلمشرۍ او کمې تجربې یې بریا په برخه نه کړه.

د افغان لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې محمد نبي په ۹ لوبو کې ۱۰ ویکټې واخیستې، ګلبدین نائب ۹، دولت ځدران ۸، مجیب ځدران او راشد خان ۷-۷ ویکټې واخیستې، که څه هم راشد خان په نړیوال جام کې زیاتې ویکټې وانه خیستې خو له انګلستان پرته یې د نورو لوبډلو پر وړاندې اقتصادي توپ اچونه وکړه.

د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي او مجیب ځدران ښه وځلیدل، دوی غوره اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه، د مجیب په یوه اور کې ۴.۴۷ او د محمد نبي ۴.۶۱ اکانومي ریټ و چې په نړیوال جام کې له غوره توپ اچونکو څخه ګڼل کیږي.

لوبډلمشرۍ ستونزې

بلخوا یو ستره ستونزه د لوبډلمشرۍ او د لوبې لپاره د لوبغاړو انتخاب و چې د نړیوال جام تر پایه افغان لوبډلې دوه منظم اوپنر توپوهونکي او چټک توپوهونکي ونه موندل.

په لومړیو دوه لوبو کې محمد شهزاد او حضرت ځاځی، وروسته د ځاځي نه ځلیدو او د شهزاد ټپي کېدو له کبله اوپنر توپوهونکي نور هم غیز منظم شول چې کله به ګلبدین نائب له نور علي ځدران او کله به له رحمت شاه سره توپوهنې ته ښکته کېده.

د لوبډلمشرۍ په لړ کې ګلبدین نائب ځینې داسې ناسمې پریکړې وکړې چې آن د سترو ماتو لامل شو، د پچې ګټلو څخه ګټه نه پورته کول،  د غوره توپ اچونکي او توپوهونکي ځای نه معلومول او په وروستیو اورونو کې د زیاتو منډو مخنیوی نه کول یې د تجربې کمښت ثابت کړ.

یاده دې وي چې د پورته کارکردګۍ سربېره هم افغان لوبډلې هند، پاکستان او ویسټ انډیز لوبډلې ته په سیالیو کې سخت وخت ورکړ او په کم توپير یې ماتې وخوړې، افغان لوبډله به په نږدې وخت کې کابل ته راستنه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x