افغانستان

د امریکا سفیر: د افغانستان د بحران حل کول زموږ دنده نه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر « جان بس» وايي، افغانستان په نږدې راتلونکې کې له سترو ګواښونو سره مخ کېدونکی دی خو له دې بحران څخه د افغانستان ایستل نور د امریکا په غاړه نه دي.

جان بس چې د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت يې په کابل کې رابلل شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، افغانستان په نږدې راتلونکې کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کولو او د سولې په پروسه کې له متنازغو اړخونو سره توافق ته د رسېدلو په څېر له نورو سترو ګواښونو مخ دی، چې باید افغانان یې په خپله د حل زیار وباسي او د متحده ایالاتو د مرستې په تمه ونه اوسي.

جان بس زیاته کړه، هیواد یې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي ضمانت نشي ورکولای او باید افغانان په خپل منځ کې سره کېني او دې ستونزو ته د پای ټکي کېږدي.

د بس په خبره، امریکا له دې سره، سره تمه لري څو په راتلونکې کې د افغانستان د یوه نږدې ملګري هیواد په حیث پاتې شي.

امریکا داسې مهال د کابل حکومت د ستونزو له حل کولو لاس ټولوي، چې استازي یې له طالبانو سره د خبرو مېز ته ناست دي او تمه لري له هغوی سره د خپلو عسکرو د ایستلو په مهالوېش یوه توافق ته ورسېږي.

په ورته وخت کې امریکایان په داسې حالت کې د کابل حکومت ستونزو ته یوازې ورپرېږدي، چې د ګډ حکومت له لوري د امریکا سره په لیکل شوي تړون کې څرګنده شوې، چې متحده ایالات به د کابل له حکومت سره خپلې مرستې دوامداره ساتي او مشکلاتو ته به یې نه تنها کوي.

د شنونکو په باور، که چېرې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یقیني شي دا هیواد به د کابل حکومت هېر کړي او خپلې مرستې به ورسره ودروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ګوره اوس دی سمه خبره وکړه ، زور دی لکه چی وليدی ، پام چی بيا د ډيموکراسی او د لاسته راوړونو نوم وانخلی . تاسو افغانان سم نه پيژندل ، همداسی چی په جهاد او د آزادی په اخيستوکی نمبر يو دی همداسی په خيانت کی هم نمر يو دی ، هغه د شورويانو وفادادره کمونستان د امريکی سکولران شول او د امريکی وفاداره سکولران هم پخپلی امريکی ته غله دی ، کنه نو خپل وفاداره سکولران څنګه يوازی پر ميدان پريږدی . دا به عجيبه ورځ وی چی اشغالګر ټوله وتلی وی او د دی هيواد غدار خاينين… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د پردی کټ تر نیمو شپو وی ( متل ) استعماری قدرتو ته خپلی استعماری ګټی د اعتبار وړ دی، هغوی پوهیږی چه په مستعمرو کی یی څوک غلامان او څوک دشمنان دی په دی اړه به د هیتلر څرګندونی رانقل کړم: هغه وایی له هغو می کرکه ده چه د څو مارکو او مقامو د پاره یی د خپلو خلکو ، خاوری او خپلواکی په غصبولو کی زمونږ سره ملګری وو که دوی به زمونږ په پلورلو هم صرف ونه کړی او هغوی ته درناوی لرم چه د خپلو خلکو، خاوری او خپلواکی د پاره زمونږ په مالو او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x