نړۍ

په افغانستان باندي دراګرځیدونکي سړک ۹۰٪ په سلوکی برخه مکمل شویده

road_construction (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۱) کابل: دافغانستا دکلیو دپراختیا وزارت خبرورکړي دي، چي افغانستان باندی راګرځیدونکي سړک چي په کال ۲۰۰۲ کي یی کار پیل شوی وو، نوي په سلو کي مکمل شوی دي، دکلیو دپریاختیا وزارت اداري اومالی چارو مرستیال انجنیر احمد شاه وویل ترکارلاندي لویه لاره چي ۳۴۶۲کیلومټره اوږدوالي لري چي ۲۰۰۲ کال کي یی کار پیل شوی وو، د وزارت دپلان له مخي باید ۲۰۰۸ کال کي مکمله شوی وای، داچي دسړک جوړونه تراوسه پوری دوام لري او لاندي مکمل شوی وجه یی په سیمه کي امنیتي ستونځی دي، دغه لویه لاره چي له کابل څخه پیلیږي له مزاري، جوزجان، پاریاب او بارغیس څخه تیریږي دکابل اوهرات له لویی لاره سره موښلول کیږي، داړونده وزارت کارکونکو زیاته کړه دذکر شوی سړک کار نور ټول پوره شوی دی یواځي دفاریاب، غور اوبادغیس په ځیني سیمو کي دامنیتي ستونځوله کبله کار ولاړدی. 

نوموړي زیاته کړه دپاتي دسړک دکارکول په اړه په سیمه له قومي مشرانو او دسیمي له مخورو ځیرو سره خبره شویده او دروان کال داکتوبر په میاشت کي به  دسړک کار یو وار بیا رسما پیل شی، چي داټکل له مخی دري کاله نوربه په برکي ونیسی ترڅو مکمل شي، درواني پروژی مالي مرسته داسیا دپراختیا بانک له لوري  ترسره شویده چی تراوسه پوري یی ۱۸۵۰ ملیونه امریکایی ډالره پرپروژه باندي لګولی دي، او دکار دتکمیل لپاره پروژه نورو ۵۰۰ امریکایی ډالروته اړتیا لري چي دغه پیسي به هم داسیا دپراخوالي بانک لخوا ورته ورکول شي.
دپروژي یوه کارکونکي زیاته  کړه درواني پروژی دکار به اوږدو کي تراوسه پوري دامیتي ستونځو له کبله ۲۰ کسه کورني اوبهرني انجنیران وژل شوی دي، او دپروژي ډیری کارکونکي ددولت دمخالفینو له لوري تیښتول شوي اودپیسو په بدل کي بیرته خوشي شوی دی. اوهمدارنګه دکار په جریان کی زیات شمیر وسائط هم دمخالفینو لخوا سوځول شوی اوتخریب شویدی.
بخت الرحمن بخت ………………………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x