افغانستان

کابل: پولیسو خبریالان وهلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): په کابل ولایت کې پولیسو نن سهار د یو شمېر تلویزونونو او رادیوګانو خبریالان وهلي او له هغوی سره یې بده رویه کړې.

د اریانا نیوز د راپور له مخې، خبریالان داسې مهال وهل شوي او بدر رد ورته ویل شوي چې هغوی په کابل ولایت کې د پولیسو له لوري د اتاترک ښوونځي د محاصرې جریان ثبتاوه.

د اریانا نیوز خبریال « سمیع جاهش» وايي، د پولیسو د یوه مشر ساتونکو له ما سره بده رویه وکړه، زه یې وښکنځلم او له ما یې د خبر ثبتوني ټول سامان الات یووړل.

د جاهش په خبره، هغوی زه ووهلم او هڅه یې وکړه زما کېمره هم راته ماته کړي.

په ورته وخت کې د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت یاده پېښه مني او په وینا یې، په دې تړاو یې څېړنې روانې کړې او له عاملینو سره به یې جدي چلند وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې خبریالان د دولتي چارواکو او سرتېرو تر وهلو لاندې راځي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې خو په عاملینو پسې یې چا پوښتنه نه ده کړې.

د حکومت تر سترګو لاندې په کابل ولایت کې خبریالان داسې مهال وهل او ټکول کېږي، چې څه موده وړاندې ارګ رسنۍ د اتلس کلنو لاسته راوړنو له ډلې بللې وي او د هر ډول همکارۍ او امنیت ژمنه یې ورکړې وه.

ارګ همدا رزا د رسنیو په تړاو د طالبانو اعلامیې ته په غبرګون کې یاده کړې وه، چې د رسنیو دښمنان د افغان حکومت د د ښمنانو په ډله کې راځي او دوی به جدي چلند ورسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ډیر ښه کار شوی چه د بیان د ازادی او دموکراسی دعوی ګیرو د رسنیو چلوونکی وهلی او ډبولی ، د دموکراسی او بیان ازادی اصلی څیره یی خلکو ته په دآګه کړه ، چه که رسنی د دوی دروغو ته رښتیا او د نورو رشتیاوو ته دروغ وایی بیا ورته د موکراسی د بیان ازادی وایی او څوک چه پری ګذار کوی پر دموکراسی ګذار دی . خبر رسان د طالبانو د وروستی اعلامیی چه خبر رسانو او تلویزونو ته پکی اخطار ورکړی شوی چه که یو طرفه خبرونه او مسایل وایی د طالبانو له خوا به د بریدونو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x