افغانستان

حزب اسلامي: د قطر ناسته د وخت ضیاع ده موږ نه یو ورته بلل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند وايي، د قطر راتلونکې بین الافغاني ناسته د افغان سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه نشي درلودای.

تسنیم خبري اژانس د حزب اسلامي ګوند د ویاند «فضل غني حقمل» له قوله لیکلي، د قطر راتلونکې بین الافغاني ناسته د افغانستان جګړې ته د پای ټکی نشي ايښودلای او نه هم هغه ډول سوله تامینولای شي چې افغانان یې تمه لري.

حقمل زیاتوي، بهرنیان په افغانستان کې سوله نه غواړي او افغانان باید خپلمنځي خبرې وکړي او په دې پروسه کې به د دوحې ناسته د سولې راتګ نور هم وځنډوي.

حزب اسلامي داسې مهال د دوحې بین الافغاني ناسته د وخت بربادي ګڼي، چې په مسکو کې په رابلل شوې بین الافغاني ناسته کې یې استازو ګډون درلود او مثبته یې ارزوله.

دا یوازې حزب اسلامي نه دی چې د دوحې راتلونکې بین الافغاني ناستې ته نه دی بلل شوی، تر څنګ یې د نورو ګوندونو مخکښ غړي هم له بللو پاتې شوي او تر ډېره ګمان دادی چې په ځای یې د مدني ټولنو استازي او بانفوذه اشخاص انتخاب شوي.

د دوحې بین الافغاني ناسته چې تمه د روانې میاشتې په ۷ او ۸ نېټه ترسره شي، د جرمني او قطر په کوربتوب رابلل کېږي او د افغان سولې په برخه کې د لاسته راوړنو تمه ورته کېږي.

د یادې ناستې کوربانه وايي، ناسته به د افغانانو د مختلفو اړخونو تر منځ د باور فضا په جوړولو کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
حزب اسلامی ته.
فعلا تاسو ته ای،ییس ایی،تقاعد درکړی.د دواد د حکومت راپدیخوا تاسو خدمت وکړ،اوس فعلا نور کسان ای،ایس ،ایی.په خدمت ګمارلی دی.
د ستاسو د ښه خدمت څخه یوه نړی مڼنه.
او ډیر ښه تقاعد
د ستاسو ګډون نه ګډون مهم نه دی

ابوالوفاء

ههههه !
ولي تر تقاعد وروسته خو هم خلک د بالمقطع اجير په توګه کار کولای سي؟!

غمی.پښتین

بیلکل یی کولای شی.خو د دوی.مغزه.غړی،هډوکی.له کاره لویدلی دی.دوی خپله اجوره له ایی،ایس ،ایی څخه اخیستی ده.که لږ وه او که ډیره،نور دوی د خدمت لایق نه دی.

مجاهد

حزبی داعشیانو د خندا ډکه جمله ویلی چه [[ د قطر ناسته د وخت ضیاع ده موږ نه یو ورته بلل شوي ]] یعنی که دوی وربلل شوی وی بیا د وخت ضایع نه وه ؟ دا هم وایی چه د سولی هڅی باید دننه کیدلی په داسی حال کی چه اوسنی اداری جوړول هم په جرمنی کی شوو وو هغه هم د هیواد بهر وو . د معلوماتو له مخی ګوډ شیطان ( خلیلزاد ) مخکی له مخکی له تولو تش په نامه اسلامی او غیر اسلامی ګوندو مشرانو سره لیدل کتل کړی وو ورته معلومه شوی وه چه… نور لوستل »

طیب

تہ نو دکم باغ مولی یی

اجمل

دا غونډه لکه د مسکو غونډه غوندی نده چی کمونیستان او ټوپکیان له طالبانو سره د اولادمیر لینین (رح) په ټاټوبی کی سره راټول او یو ځای جمع وکړی، د دی غونډی ګډونکونکی انتخابی دی چی له مخکی انتخاب شوی. معلومداره خبره ده چی دا غونډه به د مسکو له غونډی څخه هم ضعیفه وی او کوم خاص او ښه خبر به له ځان سره ونلری. خو ممکن چی دا غونډه یوی بلی غونډی ته لار هواره کړی چی هغه به بیا لکه د مسکو د غونډی په شان وي. بس خیټی غټول دی او پلونه خوړل. ملت بیچاره بیا… نور لوستل »

جميل

اجمل خانه ! اوس پوه شوم چی ولی کمونسټ او جنايتکاره دوستم تاسوته تر طالبانو ښه ايسی پدی چی هغه کافر امريکايان په افغانستان کی شهيدان بولی او تاسی بيا د کافر لنين سره (رح) ليکی او د دی هيله به هم لری چی مسلمان او موئمن افغان مو خبری ومنی .

حبیب الرحمن حدید

که ته وی پکی خو بیا ضایع نه وه ته شرمیژی نه چی داخبری کوی ####

شهاب

تاسو خو د مری, GHQ, شمشتو فیلډ ټریپ وواهه, نو له ځانه نایان مه جوړوۍ چی هر واده او خیرات ته نابلل شوی منډي وهۍ او کنه بیا د ماشومانو ذیل کوۍ, تاسو خپل قدر خپله په ځمکه وواهه نو نور له ولس نه د ناز طمعه مکوۍ. هغه ورځی لاړی چی د پلار کره به لاړی

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x