افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په تړاو د روسي ولسمشر له څرګندونو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزرات د روسي ولسمشر  «ویلادیمیر پوتین» هغه څرګندونې ستایلې، چې په دې وورستیو کې یې د افغان سولې په تړاو کړې وې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت احمدي» وايي، هر هغه څوک چې د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې کوي موږ ته د ارزښت وړ دي او په دې برخه کې د پوتین له څرګندونو هم هرکلی کوو.

د احمدي په خبره، روسیه باید د افغانستان د سولې په برخه کې د خپلو هڅو کچه نوره هم لوړه کړي.

د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزرات وروسته له هغه د پوتین له څرګندونو هرکلی کوي، چې څو ورځې وړاندې نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، هیواد یې د افغانستان د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او له نړیوالو ملګرو سره په دې برخه کې ګډ کار هم مخته وړي.

پوتین همدا راز، هیله کړې وه څو جګړه پای ته ورسول شي او د خبرو له لارې د اختلافي مسایلو د هل هڅه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

روسان او پوتین ډیر ډیر بیغیرته دی په کار دا وه چه د پرون په شان چه امریکایانو د روسانو په ضد مجاهدینو سره هر اړخیزی مرستی کولی پوتین هم باید ورته کړنی ترسره کړی وی او پرونی غج یی له امریکایانو اخستی وی مګر صرف له سولی ملاتړ اعلانوی که د مجاهدینو له جنګه ملاتړ اعلان کړی سوله خپله راتلونکی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x