افغانستان

محقق: د ډایکنډي د خراب امنیتي وضعیت په اړه د غني چوپتیا د پوښتنې وړ ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اجرائیه رئیس مرستیال «محمد محقق» د یوې اعلامیې په خپرولو سره حکومت تورن کړی چې د ډایکنډي ولایت د نا امنیتو په تړاو تر دې دمه خاموش پاتې شوی او د وضعیت د ښه والي او طالبانو د بریدونو د تمبولو په موخه یې هيڅ ګام نه دی اخستی.

د محقق له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ډایکنډي ولایت کجران ولسوالۍ په اور او وینو کې لامبي، دښمن له هرې خوا بریدونه ورباندې کړي او یوازې د یوې اونۍ دننه ۲۳ امنیتي سرتېرې پکې مړه او تر ۳۵ زیات ټپیان شوي.

اعلامیه وړاندې لیکي، طالبانو په دې بریدونو کې له پرمختللو وسلو او ټانګونو استفاده کړې او امنیتي سرتېري یې تر برید لاندې نیولي خو تر دې دمه حکومت نه په طالبانو باندې هوايي عملیات کړی او نه ځمکنۍ مرسته ورلېږل شوې خو هغه ولایتونه چې غني پکې د خپل ټاکنیز کمپاین بریا ته سترګې په لار دي حکومت پکې عملیات کوي او په طالبانو باندې ځمکني او هوايي بریدونه کوي.

د محقق په خبره، د کجران ولسوالۍ خلګ له مذهبي پلوه شیعه له قومي پلوه بلوڅ او په سیاسي برخه کې د « عبدالعلي مزاري» د لارې پلویان دي چې د څلوېښتو کلونو په جریان کې یې سترې قربانۍ ورکړې او په دې لارې کې یې د کار سړي وژل شوي.

نوموړي له دې سره، سره غني تورن کړی چې «مردارې» سیاسي لوبې په مخ وړي او د امنیتي وضعیت په تړاو له ولایتونو سره د مور او میرې چلند کوي.

ډایکنډي چې په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان له امنو ولایتونو څخه شمېرل کېده په دې وروستیو کې طالبانو پکې پراخ نفوذ پیدا کړی او د یاد ولایت غوښنه برخه اوسېدونکي یې د ځان پلویان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د محقق په دی خبره ډیر خوشاله شوم چه لیکلی یی د دی ولسوالی زیاتو خلکو کی طالبان نفوذ لری دا معنی چه جهاد اوس سر تاسری شوی پشتون او غیر پشتون شیعه او غیرشیعه ټول پکی پوره او غوشینه وڼده لری دا د الله په ښکاره مرستی دی الله ج دی سرتاسری پاڅون ته خلک اماده او د جهاد کولو لیوالتیا او پیاولتیاورکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x