نړۍ

امريکا د لومړي ځل لپاره په اشغال شوي بیت المقدس کې د خپلې ازادۍ کليزه ونمانځله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ چنګاښ ۱۳۹۸ل): په اسرائيلو کې کې د امریکا سفارت د لومړي ځل لپاره په اشغال شوي بیت المقدس کې د خپل سفارت په نوې ودانۍ کې د خپل هېواد  دازادۍ ۲۴۳مه کليزه ونمانځله.

د امریکا په سفارت کې جوړې شوې نمانځغونډې ته د اسرائيلي ښکېلاک صدر اعظم بنيامين نتنياهو، د هغه مېرمن، د کابينې غړي او ګڼ شمېر نور اسرائيليان ورغلي وو.

په اسرائيلو کې د امریکا سفارت به تر دې وړاندې د خپل هېواد د خپلواکۍ کليزه پلازمېنه تل ابيب کې په خپل سفارت کې نمانځله، خو دا لومړی ځل دی، چې امریکايي سفير «ډيويډ فريدمان» په اشغال شوي بیت المقدس کې د خپل هېواد د ازادۍ کليزه ونمانځله.

په عين حال کې امريکايي سفير د اسرائيلي ښکېلاک له لوري په اشغال شوي بیت المقدس کې د يهودو د ابادۍ لپاره نوې سيمه هم پرانيسته.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په وروستيو کې پرېکړه وکړه، چې بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه ده.

که څه هم د ټرمپ دغه پرېکړه په امریکا دننه، په ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو کې وغندل شوه، خو امریکا او اسرائيلو د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د مخالفتونو سربېره پر خپلې پرېکړې ټينګار وکړ، بیت المقدس يې د اسرائيلو پلازمېنه وبلله او خپل سفارت يې هم هلته ولېږداوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ما اوريدلي چه غني او بي بي ګله لولا غني په دي پارټي کي برخه درلودل؟؟؟

غمی.پښتین

ښی چاری.
احمد صاحب.
عمران خان .باجوه.نوازشریف.ضیالحق زوی.د دی پارټی ترتیب کونکی.او طالیبانو د پارټی انانسری کوله.
غنی او رولا په کونج کی غلی ناست وه.چک چک یی وهلی.

جميل

که زمونږ د رب الله(ج) پيرزوينه او رحم نه وای او دا سپيڅلی او فدايی مجاهدينو ته يی پر ځان توکل او ډاډ نه وای ورکړی ن ن به مو د ګران هيواد افغانستان حالت تر فلسطين هم بد وای .
يا الله(ج) په فلسطين او نورو اسلامی هيوادوکی هم همداسی فدايی زمريان وروزه .
چی دا يهود بيا څومره ښه بخت لری چی زمونږ ګاونډيان ندی .

الحاج استاذ بیانزی

پخوا چه تکنالوژی نه وه نفس او شیطان به مونږ ته زمونږ د حرص له امله په سینو یا زړونو کی وسوسی اچولی او مونږ به یی بدو کړنو یا بدو ویلو ته هڅولو، اوس چه تکنالوژی انترنټ ، پاڼی او کمپویتری رسینی جوړی شوی، زمونږ نفس او شیطان هم د رسنیو، پاڼو ، اخبارونو او تلویزونو ، ویډیو ګانو او داسی نورو اړخ او هم لوستونکو او تبصره کونکی اړخ کی فعال حضور او رول لوبوی. مګر دا هم مه هیروی چه الله ج زمونږ خالق دی مخلوق ته یی ددی ټولی تکنالوژی جوړولو وړتیا او پیاوړتیا هغه لوی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x