د تورخم ۲۴ساعته خلاصېدو لپاره تیارۍ روانې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ډیورنډ د کرښې هاخوا د تورخم مسوولین وايي چې د سوداګریزو موټرو پر وړاندې د تورخم ۲۴ ساعته خلاصېدو لپاره تیارۍ روانې دي خو د عامو مسافرو لپاره به تورخم د تېر په څېر ۱۲ساعته خلاص وي.

څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امر وکړ چې تورخم دې ۲۴ ساعتونو لپاره خلاص شي. ولسمشر غني هم تېره اونۍ پاکستان ته په سفر کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر زیاتولو او د سوداګرو لپاره د اسانتیاو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته یو پاکستاني پوځي افسر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د مرکز اسلام اباد څخه ورته هدایات شوي چې تورخم د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاص وساتي او دوی په دې تړاو ځینې اقدامات کړي دي چې یو یې هم د یوه ځانګړي ترمینل خلاصول دي.

سرچېنې زیاته کړې چې په لومړي پړاو کې به دوی یواځې د هغو موټرو پر وړاندې تورخم ۲۴ ساعته خلاص کړي چې اموال انتقالوي او په دوهم پړاو کې به د عام افرادو لپاره تورخم د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاص شي.

د لنډي کوتل مرستیال کمیسیار محمدعمران بیا ویلي چې تر دې دمه دوی د تورخم ۲۴ساعته خلاصولو لپاره رسمي هدایات نه دي ترلاسه کړي خو د بېلابېلو اداردو لخوا په دې برخه کې اقدامات اخیستل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او په پاکستان په ۲۰۱۴ز کال کې دوه نیم میلیارده ډالره سوداګري درلودله او تمه وه چې پنځه میلیارده ډالرو ته به پورته شي خو د دواړو هیوادونو تر منځ عدم همکارۍ سوداګري یو عشاریه څلور میلیارده ډالرو ته راښکته کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د