افغانستان

د اهل تشیع علماوو د شورا مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د اهل تشیع علماوو د شوار مشر «عبدالقیوم انصاري» په کندوز ولایت کې په ډزو وژل شوی.

د کندز ولایت چارواکو د انصاري وژل تائید کړي او څرګنده کړې یې، چې نوموړی تېره ورځ «جمعه» په کندزو ولایت کې له منځه تللی.

د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستیال «سرور دانش» د انصاري د وژل کېدو په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې د نوموړي له منځه تلل د کندوز ولایت د اوسېدونکو لپاره ستره ضایعه بللې.

د دانش په خبره، انصاري د خپل ژوند په هر پړاو کې کندوزیانو ته په فرهنګي او ښوونیزه برخه کې ستر کارونه کړي چې یاد به یې تل تازه وي.

یاده دې وي چې تر دې دمه د نوموړي د وژل کېدو پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

يو وخت په افغانستان کی يو عالم اوريدلی وه چی په ايران کی يو غټ عالم پيدا شوی د مباحثی لپاره پسی ورغی ، کله چی ور ورسيدی د روغبړ وروسته يی ورته وويل ودا پښو ته دی دا پيچلی څه شی دی هغه ورته وويل اين غُرانه ، نو افغانی عالم خپل پټو ټک واهه او بيرته ځنی رهی شو .

اجمل

الله د مغفرت کړی بس ملا چی سیاسی شو بیا مرګ روا ده. د شیخ الحدیث سمیع الحق فتوای.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x