
میدان وردګ: ګډو ځواکونو یو ځل بیا «۵» تنه کلیوال وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): تېره شپه د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ باندې امریکايي او دولتي عسکرو ګډه چاپه وهلې او خلګو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.
د راپورونو په اساس، ګډو ځواکونو د چک ولسوالۍ اړوند په محمدو نومي سیمه باندې چاپه اچولې، د خلګو د کورنو دروازې یې په بمونو الوزولي او د نوازخان، عبدالحلیم،ملوک، محمدایوب او خلیل الرحمان په نومونو پنځه تنه عام کلیوال یې وژلي او ۲ نور یې له ځانه سره وړي.
له میدان ودرګو ولایت څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، ګډو ځواکونو د کلیوالو په کورونو کې د تلاشۍ په مهال د هغوی قیمتي مواد او توکی له ځانه سره وړي او د ځینو کورونو دننه یې نقلیه وسایطو ته اور ورته کړی.
یاده دې وي، چې د سولې د خبرو په تاوده جریان کې ګډ حکومت د طالبانو د ماتولو په پلمه ګډ عملیات پیل کړي، چې تر ډېره عام ولس پکې زیانمن شوی او هره ورځ لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.