نړۍ

د پاکستان پوځ وايي ټول خلک دوی نه دي ورک کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي چې د ټولو ورک شوو کسانو مسوولیت د دولتي ارګانونو پر غاړه نه دی او نه هم له دوی سره دي.

هغه زیاته کړې چې ځينې افراد له وسله والو ډلو سره دي او یا هم د  پاکستان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

آصف غفور د بشري حقونو د دفاع مشرې سره په لیدنه کې منلې چې ځينې کسان  د دوی سره دي او د قانون سره سم برخورد ورسره کیږي خو ځينې نور ورک شوي کسان بیا د طالبانو لیکو سره یوځای شوي دي.

د بشر د حقونو دفاع بنسټ وايي چې تر دې دمه تر ۵زره څخه زیاتو کسانو د ورکیدو راپور ورکړل شوې دی.

همدا راز د ورک شوو کسانو په اړه د پاکستان حکومت کمیسیون وايي چې د ۲۱۷۸ کسانو قضیې تر دې دمه ناحله پاتې دي.

په پاکستان کې د جبري ورک شوو کسانو پړه د پاکستان په استخباراتو او پوځ اچول کیږي. ډیری ورک شوي کسان بلوڅ، پښتانه او سندیان دي.

څو ورځې وړاندې په انګلستان کې د نړیوال جام پر مهال د بلوڅانو یو بنسټ د پاکستان د سیالۍ پر مهال تجارتي الوتکه د لوبغالي پر سر چې د ورک شوو کسانو د پيدا کولو په اړه یې شعارونه لیږدول  تېره کړه چې وروسته د پاکستان حکومت يې په اړه جدي غبرګون وښودلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x