افغانستان

د کابل څخه یو پلاوې د قطر بین الافغاني ناستې ته روان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): په قطر کې د بین الافغاني ناستې لپاره د کابل څخه یو پلاوې په یوې ځانګړې الوتکه کې دوحې ته روان شوې دی.

د دوحې بین الافغاني ناسته چې د قطر او جرمني په ګډو هڅو او کوربتوب رابلل کېږي سبا او بل سبا به په دوحه کې جوړېږي چې د ملي وحدت رسمي استازي به په کې ګډون نه کوي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچېنې وویل چې د عمر زاخیلوال، حکمت کرزی، عبدالسلام ضعیف او حاجي دین محمد په شمول د کابل څخه یو پلاوی د کابل پر وخت لس نیمې بجې دوحې ته حرکت وکړ.

په بین الافغاني ناسته کې به د سولې عالي شورا، مدني ټولنې، د ښځو استازي، یو شمیر پخواني چارواکي او د طالبانو په استازیتوب ۱۷ کسان ګډون کوي.

د سرچېنې په وینا په نور پلاوي کې لاندې کسان شامل دي:

١ – اصيلا وردګ

۲- داكتر حبيبه سرابي

۳- شهرزاد اكبر

۴- فوزيه كوفي

۵- ليلي جعفري

۶- ماريا اكرمي

۷- شاه گل رضايى

۸- انار كلي هنريار

۹-جميله افغاني

۱۰- زينب موحد

۱۱-مولوي امين الدين مظفري

۱۲-عبدالهادي رفيعي

۱۳- قربانعلي فصيحي

۱۴-جمال الدين بدر

۱۵-مولوي شفيع الله نورستاني

١۶-محمد نادر نعيم

١۷- عطاءالرحمان سليم

۱۸- مولوي سلام ضعيف

۱۹- ارشاد احمدي

۲۰- متين بيګ

۲۱- حكمت كرزى

۲۲-حاجي دين محمد

۲۳- انجينر فرهادالله فرهاد

٢٤- نادر نادري

٢٥- حامد ګيلاني

٢٦- صالح محمد سلجوقي

٢٧- غيرت بهير

٢٨- مولوي عنايت الله بليغ

٢٩- حضرت عمر زاخېلوال

٣٠ – ډاکټر رنګين دادفر سپنتا

ددې غونډې په تړاو د د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» له وړاندې څرګنده کړې وه، چې دوی د ګډ حکومت له استازو سره نه کېني او په یاده غونډه کې ټول ګډونوال به یوازې د یوه افغان په حیث د خپل ځان استازیتوب کوي.

دا په داسې حال کې چې نن د طالبانو او امریکا تر منځ د اووم پړاو مذاکرات له یوې ورځې وقفې وروسته بیا پیلیدونکي دي او طمع کیږي چې یوې موافقې ته سره ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طیب

شرمیدولو نور بہ ھم زلیلہ کیږ‎ی -دا د الله جل جلاله نصرت او د پاکو شھیدانو دسترو قربانی برکت دی

ابوالوفاء

په دې کسانو کي خو تقريبا ټول د امريکايي اشغالګرانو او د هغو د لاسپوڅو کرزي او غني د حکومتونو د مودو مودو اجيران او پادوانان دي. تاسي په دې مخکنۍ چوکي کي ناست سپين ږيري څخه پوښتنه وکړئ چي تاته عبدالمالک همت په يوه غونډه کي څه وويل؟ او ستا ځواب څه وو؟! په دې کسانو خو د سولي نولس منې که شل سي . د سولي په اړه خبري د ګاشته ګانو او د خلکو د دښمنانو او وژونکو د معاش خورو نه، بلکي د الله د رښتينو بنده ګانو او د افغانانو د اعتماد وړ کسانو کار… نور لوستل »

هدی

خدای تعالی دی انصاف درکړي، د دې خاوري مظلوم ولس تاسي ته لا لږ امید درلود، خو فکر کوم تاسي هم لکه چي د دولت او چوکۍ د لاسه راوړلو لپاره د دې لیست د خلکو اصلیت هیر کړ. د کومو خلکو څخه چي د عامو وګړو کرکه کیږي او خپله ازموینه یې ورکړې ده ، تاسي هم فقط د هغو نومونه ورکړي دي؟؟ لوی څښتن دی پر دې ملت ورحمیږي.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x