
افغان لوبډله نومبر کې ویسټ انډيز سره سیالۍ لري
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د روان کال په نومبر میاشت کې د ویسټ انډيز ملي لوبډلې سره د کرېکټ سیالۍ کوي.
ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به د لوبو مهالویش پر بنسټ د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې د درې شل اوریزو، درې یو ورځنیو او د یوې پنځه ورځنۍ سیالۍ کوربه توب کوي.
دغه لوبې به د افغانستان په کوربه توب په هندوستان کې ترسره شي، چې د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه به پېل او د دسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
په دې لړ کې به لومړی د درې شل اوریزو چې تر ۹مې نیټې به دوام وکړي، بیا درې یو ورځنۍ لوبې چې له ۱۳ نومبر څخه به تر ۱۸م دوام وکړي او په آخر کې به د ټیسټ لوبه وي چې له ۲۷م نومبر څخه به تر لومړي دسمبر دوام وکړي.
Afghanistan to host @windiescricket in November
As per the Future Tours Program (FTP), Afghanistan is scheduled to host West Indies for a tour from 5th November till 1st December 2019 in India.
Read more: https://t.co/WLuaTQulck#AFGvWI pic.twitter.com/3AkFDeonqj
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) July 6, 2019
له دې وړاندې افغان لوبډله په ستمبر میاشت کې د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې یوازینۍ ټیسټ لوبه، او له هغې وروسته به په بنګلدیش کې د زمبابوې په ګډون درې اړخیزه سیریز ترسره کوي.
همدا ډول په اکتوبر میاشت کې د افغان پریمیئر لیګ سیالۍ ترسره کیږي چې په کې به د ملي لوبډلې لوبغاړي هم ګډون کوي، همدا راز د اګست په میاشت کې به په شپږیزه لیګ کې هم ګډون کوي.