نړۍ

ټرمپ: د نورو هېوادونو چارواکي د ايوانکا مينه وال دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، تېره مياشت جاپان کې د شلو سترو دولتونو په غونډه کې ايوانکا ټرمپ ډېر ښه فعاليتونه ترسره کړي او د نړۍ ګڼ شمېر مشران او چارواکي د هغې مينه وال دي.

ټرمپ زياته کړې، چې ايوانکا د هغه او امريکا لپاره  ډېرې قربانۍ ورکړي دی.

امریکايي رسنۍ وايي، چې ايوانکا ټرمپ د خپل پلار د سلاکارې په توګه د شلو سترو هېوادونو د ناستې پر مهال د ټرمپ په چارو کې مداخله کوله.

د ټرمپ منتقدين تور لګوي، چې ولسمشر د امریکايي قانون خلاف د خپلې کورنۍ غړي پر مهمو څوکيو کينولي دي.

د ايوانکا مېړه او د ټرمپ زوم جارېد کوشنر هم منځني ختيځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی او سلاکار دی او نوموړی اوس هم په  منځني ختيځ کې د ټرمپ له هيلو سره سم د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې هڅه کوي.

د چارو کارپوهان وايي، ټرمپ د خپلې لور ښکلا او ځواني د خپلو ګټو لپاره کاروي او تر ټولو روښانه مثال يې تېر کال سعودي عربستان ته د ولسمشر ټرمپ سفر و، چې د ټولو کوربنو او ليدونکو سترګې د ايوانکا پر لور وې.

هغه مهال په خپرو شوو انځورونو کې هم ښکارېدل، چې د ډېرو کوربنو نظر د ايوانکا پر لور و او ټرمپ هم د عرب چارواکو دا کمزوري درک کړې ده.

ځينې راپورونه دا هم وايي، چې عرب چارواکي هم د ډېر اغېز له امله ټرمپ «ابو ايوانکا» بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا د جنټيک(وراثت) قانون دی چی هرومرو به رنګ ، څيره او يا عمل په ميراث پاته کيږی ، لکه د ټرمپ نيکه چی مرده ګاو و ، خو دا لا نده جوته شوی چی هغه هم خپل لمسی غوندی پخپله کورنۍ مرده ګوی کول .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x