حسد او کینه لرل مو په سرطان اخته کولای شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): منفي سوچ، کینه یا حسد که له یوې مخې د انسان ذهني فشار او خپګان زیاتوي خو له بلې مخې یې له ژوند خوند اخیستلو ته نه پریږدي. حسد او کینه لرل د شریعت له مخې ګناه ګڼل کیږي.

پوهان وایي چې کینه او حسد یا منفي سوچ انسان د سرطان په څېر په ناوړه ناروغۍ اخته کولای شي، د یوې څيړنې له مخې دا یوازې پر دماغو اغیز نه بلکې بدن ته هم یو ډول زیان رسوي.

د پوهانو په وینا منفي سوچ په انسان کې «همیشه تشویش» رامنځته کوي، دغه ماده د « اېډرینالین او کورټیسول» په نوم هارمون رامنځته کوي، چې کینه کښ سوچ لرلو سره بدن کې وده کوي او ددغې هارمونونو زیاته وده کول د بدن دفاعي حجرو ته سخت زیان رسوي، او په پایله کې انسان پر سرطان اخته کوي.

پوهان زیاتوي؛ د یادې ستونزې څخه د خلاصون اسانه حل دا دی چې له یو شمېر خبرو ورتېر شئ، د هر چا په کارونو کې کار مه لرئ او د بخښنې عادت خپل کړئ، دا مو ذهني او بدني داړو روغتیا لپاره ګټور دی.

د څیړنې سره سم هغه خلک چې د بخښنې او له خبرو د ورتېریدو عادت لري بدني روغتیا یې له نورو ښه وي، ذهني فشار یې کم وي او په سمه توګه خوب کولای شي، دوی ته د معدې ستونزې کمې موندل کیږي او د ناروغیو پرمهال یې درمل ته کمه اړتیا لیدل کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا ځینی نفسانی- روحی ناروغیانی( لکه حسد او کینه او بغض) رشتیا هم د ډېرو بدنی ناروغیو لامل ګرځی، ما له نژدې لیدلی دی او له نژدې ئې پیژنم دا ډول کسان. هغه اتیا نوی کلن کسان می هم لیدلی دی چی د خپلو ښائسته او ښکلو اخلاقو او حُسن خلق او همدارنګه د نورو سره د بې غرضه مرستو له کبله د اوږده عمر تر څنګ د پوره سالم بدن او سالمو روحیاتو خاوندان دی بناً که د دین ټولی یا ډیری سپارښتنی عملی سی نو صِحی ستونزی به هم کمی وی او دا چی اورېدل کیږی چی قرآن… نور لوستل »