سګریټ څکول مو د سترګو لید ته هم زیان رسوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): سګریټ د نړۍ په تاریخ کې یو له مهلکو عادتونو څخه ګڼل کیږي چې په بېلا بېلو ناروغیو انسان اخته او د عمر په کمولو کې مهم رول لوبوي، سګریټ انسان د شکر او زړه په سترو ناروغیو اخته کوي او د سږو او خولې سرطان لامل ګرځي.

په سګریټو کې یوه کیمیاوي ماده «نیکوتین» ددې لپاره ګډیږي تر څو ددې مضر حشرات انسان ته زیان ونه رسوي، خو په خپله کې دغه ماده زهري خاصیت لري چې د تنفس له لارې بدن ته داخلیږي او د روغتیا لپاره وژونکي ثابتیږي.

د یو شمېر ناروغیو سربېره اوس پوهان وایي چې په سګریټو کې داسې کیمیاوي مواد موندل کیږي چې د انسان د سترګو لید لپاره وژونکی ثابتیدلای شي او د ړوندیدو لامل ګرځي.

د څیړنو له مخې هغه کسان چې په منظم ډول سګریټ څکوي د هغو په پرتله چې نه یې څکوي د سترګو لید یا نظر له منځه تلو ګواښ دوه چنده زیات وي.

برتانیا کې د ړندو یوه انستیتیوت لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په سګریټ کې داسې وژونکي کیمیاوي مواد موندل کیږي چې د سترګو لید لپاره زیانمن ثابتیدلای شي، په دې سره د سترګو پرده زیانمنه کیږي او په لید کې د خړوالي راتلو لامل کیږي.

د یاد انستیتیوت له مخې کله چې د شکر له کبله د انسان د سترګو لید کمزوری کیږي سګریټ څکول دغه کمزوري نوره هم زیاتوي ځکه چې ددې له کبله د سترګو شاته وینه رسوونکي رګونه زیانمن کیږي، همدا ډول د عمر په زیاتېدو سره لید کمزوری کیږي، سګریټ څکول یې نور هم زیاتوي چې له کبله یې د انسان لید له وخت وړاندې له منځه تللای شي.

د راپورونو له مخې د سترګو ساتنې لپاره باید د سګریټ څکولو عادت پریښودل شي او یا هم تر ډيرې اندازې کم کړل شي او په منظم ډول د سترګو معاینه ترسره شي، همدا راز په دې لړ کې باید هغه خواړه چې په تدریجي ډول مو له سګریټو ساتي وخوړل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د