
غزل؛ طالب فيضان
طالب فيضان
مه کوه د بنګ خبري مه کوه
ماته د بې ننګ خبري مه کوه
اوس نو سوله هغه ده راتلونکې ده
بس کړه نور د جنګ خبري مه کوه
ډیر وو بې وفا بې وفا وختئ
بیا د غنم رنګ خبري مه کوه
خوله به دي کږه شي بد پري مه وایه
د طالب ملنګ خبري مه کوه
د سنګر ساتل خو شبګیرې غواړي
ورک شه د پالنګ خبري مه کوه
مات شو ګوره ټولي نړۍ ولیدو
نوري د فرنګ خبري مه کوه
وستايه فیضانه غيرتي زلمي
د بنګړو د شرنګ خبري مه کوه