غزل؛ عابد ځواک

عابد ځواک

تنها زه نه ومه چي نن مي ستاپه تلو وژړل
زړګیه تاپســـي هم خپلو هم پردو وژړل

پر کومـــه لاره چې بې تا يواځي تللی نه وم
زما تــنهايي ته هغي لاري په سلګو وژړل

اي ډرون ویشتلي ځواني مرګ او مسافر طالبه
له تانــه پاته ځار نيم لوســـتو کــتابو وژړل

هجرانه څه لوبي دي وکړي په مینو زړونو
د يار بيــلتون تـه اخ زما غبـــرګو لــیمو وژړل

ګلاب شهيد ماليــار شـــهید باغ حواله خزان ته
پــر ماتو څانــګو د نــرګس زخمي لاسو وژړل

نن عابــد ځــواک دا ستا د قبر سر ته غلی ناست وم
راســــره سـتا د قـبر شـــناختـــو بیرغو وژړل

عابد ځواک

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د