ورزش

ملي لوبډله په نړیوال جام کې له ګډون وروسته هېواد ته راستنه شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې له ګډون وروسته نن د شنبې په ورځ شېبه وړاندې بیرته هېواد ته راستنه شوه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې د دوه تمریناتو سیالیو په ګډون ۹ نورې نړیوالې سیالۍ ترسره کړې.

په دې لړ کې افغان لوبډلې د تمریناتي سیالیو پېل له جالبې لوبې سره وکړ چې په کې يې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

خو له هغه وروسته په نړیوال جام کې چې له هرې لوبډلې سره یې یوه-یوه سیالۍ ترسره کړه هیڅ کومه بریا ترلاسه نه کړه او په صفر پواینټ لرلو سره په جدول کې په وروستي نمبر پاتې شوه.

ددې سربېره افغان لوبډلې د نړیوال جام په ځینو سیالیو کې په ځانګړي ډول هندوستان، پاکستان او د ویسټ انډیز ته سخت وخت ورکړ او ددوی پر وړاندې یې د پام وړ لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x