غزل؛ چنار ټکور

چنار ټکور

له ښار د زندګۍ نه ګډه وړم درپسي مرم
جانانه بس ژوندون دلته پرېږدم درپسي مرم

بېلتون یمه تر دغسي حالته رسولی
د زړه ویني په لپو لپو څښم درپسي مرم

اخېر به دي په مینه کې تر داره پوري لاړشم
له مرګه سره لاره جوړوم درپسي مرم

بس تاته دي په ټوله پښتنه مینه ډالۍ وي
د زړه په سر دي نوم ګله لیکم درپسي مرم

باور وکه په تاپسي په بېړه در روان یم
په طمه شه زه هم ګرانه درځم درپسي مرم

زما افغانستانه شهادت ته مي زړه سوی
طالب غوندي خپل ځان در ځاروم درپسي مرم

د زړه ژور زخمونه بې ټکوره ګرځومه
د ژوند ورووستۍ شېبې حسابوم درپسي مرم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د