ورزش

کرېکټ بورډ د اسدالله خان، دولت احمدزي او نوید کاکړ دندې وځنډولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان، د غوراوي کمیټې پخواني مشر دولت احمدزي او د لوبډلې مدیر نوید کاکړ دندې د ټاکلې مودې لپاره وځنډولې.

د راپورونو له مخې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي د یوې غونډې پرمهال چې په کې د عاطف مشعل او ضیاء الحق امرخیل په ګډون د کرېکټ بورډ نورو غړو هم ګډون کړی و وویلې چې د یادو کسانو لپاره به یوه کمېټه ټاکل کیږي تر څو ددوی د تېرو کړنو بشپړه څیړنه وکړي، که چیرې بې ګناه ثابت شول خپلو دندو ته به ادامه ورکوي او که پر دوی تورونه ثابت شول له دندې به ګوښه او له سختې سزا سره به مخ شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې له اوږدې مودې تمریناتو سربېره د پام وړ فعالیت ونه کړ چې له کبله یې د نړیوال جام په ټولو سیالیو کې له ماتې سره مخ شول. په نړیوال جام کې یو شمېر افغان لوبغاړي د فټنس له ستونزو سره هم مخ وو.

په دې لړ کې پر اجراییه رییس اسد الله خان او د غوراوې کمیټې مشر دولت احمدزي تور و چې څرنګه یې د یو لړ تمریناتو او د ستر لګښتونو وروسته هم سمه لوبډله نړیوال جام ته چمتو نه شوه کړای.

په لوبډله کې د لوبډلمشر له بدلون وروسته یو ډول اختلاف او بې اتفاقي رامنځته کېدل، همغږي نه لرل، او د لوبغاړو د ډيسپلن خلاف کړنې ددې لامل شوې چې د لوبډلې مدیر یا منیجر منیر کاکړ څخه به یې په هکله څیړنه کیږي.

Image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x