افغانستان

طالبانو د قطر بین الافغاني ناسته کې د سلام رحیمي له ګډون سره مخالفت کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د قطر بین الافغاني ناسته کې د ګډون لپاره د کابل پلاوی قطر ته رسېدلی، خو طالبانو په دغه پلاوي کې د سولې په چارو کې د دولت وزير سلام رحيمي له شتون سره مخالفت کړی دی.

د سياسي څېرو، مدني فعالانو او خبريالانو پلاوی د درېيمې بين افغاني ناستې لپاره له کابله نن ماسپښين ناوخته قطر ته رسېدلی او سبا يکشنبه به دغه ناسته پيل او دوشنبه به پای ته ورسيږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرچينې وايي، دوی د ناستې پر کوربنو شرط لګولی و، چې دغه ناسته کې به هېڅ لوړپوړی دولتي چارواکي ګډون نه کوي او اوس، چې د سولې په چارو کې د دولت وزير دغې ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته تللی، ګډون يې د طالبانو لپاره د منلو وړ نه دی.

سلام رحيمي له تېرو پنځو کلونو راهيسې د ګډ حکومت د مشر اشرف نږدې ملګری او د چارو دفتر مشر و او تېره مياشت د اشرف غني له لوري د سولې په چارو کې د دولت وزير ټاکل شوی دی.

طالبانو په تکراري توګه ويلي، له هېڅ لوړپوړي دولتي پلاوي سره په مستقيمه او غیر مستقيمه توګه ناستې ته نه دي تيار.

د قطر بین الافغاني ناستې ته له کابل څخه د نهو  ښځو په ګډون ۵۳ کسيز پلاو رسېدلی.

د قطر بین الافغاني ناسته کې رنګين دادفر سپنتا، حکمت خلیل کرزی، حاجي دین محمد، حبیبه سرابي، فوځيه کوفي، عمر زاخېلوال، غیرت بهير او يو شمېر خبریالان او د مدني ټولنو فعالان هم ګډون لري.

د حکومت له لوري په کې د سيمه ييزو ارګانونو  مشر عبدالمتين بيګ او د هغه مرستيال تيمور شاران په شخصي توګه ګډونوال دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

آفرين طالبانو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x