افغانستان

طالبان: مذاکرات هیله بښونکي دي، ژر خلاصېدو ته یې په تمه یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالب او امریکايي لوري تر منځ اووم پړاو مذاکرات چې له کابو یوې اونۍ راپدیخوا د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې روان دي، د بین الافغاني کنفرانس له امله د دوه ورځو لپاره ځنډول شوي خو دواړه لوري يې پای ته رسېدلو ته شېبې شمېري.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په خپل ټویټر د مذاکراتو د دوه ورځني ځنډ د خبر د تائید تر څنګ لیکلي،  دواړه لورو په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ کړی او تر دې دمه کوم د یادونې وړ خنډ مخته نه دی ورغلی.

نوموړي زیاته کړې، مذاکرات هیله بښونکي دي او تمه ده په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.

د طالب او امریکایي استازو تر منځ اووم پړاوم مذاکرات «حساس» بلل شوي او تر ډېره د مهمو پرېکړو او توافقاتو تمه ورته کېږي.

په داسې حالت کې چې په هیواد کې نښتې تر بل هر وخت زیاتې شوي او امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله نور هم خراب شوی، افغانان د دواړو لورو تر منځ د مذاکراتو پایلې ته سترګې په لار دي او تمه لري د یادې غونډې له پای ته رسېدلو وروسته د بهرنیو عسکرو د وتلو خبر واوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د مذاکراتو نتیجه: طالبانو ته به په حکومت کی ډیره ونډه ورکړل شی. هغوی به نور د پنجاب له غلامی نه راوځی او مستقیمآ به د امریکی تر غلامی لاندی راځی. یو څو ورځی به ښه امنیت وی خلګ به خوشحالی کوی چی سوله راغله اوربند وشو. پس له لږ وخته: یوه نوې پروژه به شروع کیږی د اسلامی حکومت په نوم. هغوی به بیا طالبانو ته د لاسپوڅی حکومت په سترګه ګوری دا جنګ به ډیر تباه کن وی. ډیر به د مرتدینو،مشرکینو، زیارت پرستانو، تعویض پرستانو او شیعه ګانو په نوم ذبح او حلال شی. وطن به ټوټی… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه.
دا چه مذاکرات هیله بښوونکی دی .نو ولی هره ورځ دری زره مسلمانان قتل کوی؟ولی هره ورځ ولسوالی ،کلی،علاقداری چور کوی؟
بس دی نور، همدا بښوونکیو مذاکراتو ته لږ صبر وکړی.خلک تباه شول ،لږ د الله ج د قهر عذاب څخه وډار شی.

اجمل

آخری څیړه زما: د امریکایانو د وتلو مهاویش یو خوب دی د طالبانو لپاره. دا کافران دی تاسو آزمایی قصه مو مفته ده. مهال ویش مهاویش نشته بیغمه اوسی. شاید دا خبری می هم تاسو ته مسخره ښکاره شی خو دیر ژر به د امریکایانو له خولی دا خبره واوری. هدف د هغوی دادی چی حکومت سره یوځای شی نور ستاسو خرچه نشو درکولای. چی کله یوځای شوی بیا له داعشیانو سره جنګ شروع کړی چی بیخ او بنیاد مو ختم شی. دا اصلی برنامه ده والسلام.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x