افغانستان

د قطر د بین الافغاني ناستې اجنډا په ډاګه شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د قطر بین الافغاني ناسته چې د قطر او جرمني په کوربتوب رابلل شوې، ګڼ شمېر افغان سیاستوال، د مدني ټولنو استازي او نور افغانان ورته بلل شوي وو چې نن سهار په یوه ځانګړي الوتکه کې کابل څخه قطر ته ولېږل شول او په دوحه کې یې تر غونډې وړاندې له طالبانو سره په یوه میلمستیا کې ګډون وکړ.

دا چې دا غونډه په څه تړاو رابلل شوې او د سبانۍ ناستې اجنډا به څه وي، نن ټکی اسیا یې په اړه مالومات تر لاسه کړي.

نن ټکی اسیا ته رسیدلي مالومات ښيي، چې په ټوله کې د یادې ناستې تمرکز په دې دی څو بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي او د مختلفو اړخونو تر منځ د باور د فضا رامنځته کړي.

په دې سربېره، به په یاده غونډه کې هڅه کېږي څو د ناستې د ګډونوالو تر منځ ټولو ته د منلو وړ فضا په دې موخه رامنځته شي څو هغوی وکولای شي له یو بل سره په ښه ډول خپل وړاندیزونه او نظرونه تبادله کړي.

د غونډې ګډونوال به د پورته موضوعاتو تر څنګ بین الافغاني مذاکراتو ته د لاره هواروونکو اصولو منځته راوړل په دې موخه څو د افغانانو خپلمنځي ډيالوګ په ښه توګه مخ په وړاندې ولاړ شي او هغه مسایل پکې وپېژندل شي چې د سولې لپاره اساسي ارزښت لري.

تمه ده په یاده ناسته کې به یو شمېر نړیوال سازمانونه  او د افغانستان د ملګرو هیوادونو استازي هم ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

مهاویش څه شو مړ دی کړمه؟ زما واوری هغه تړون چی له ایران سره وسو څنګه یی مات کړ، تاسو خو لا تر اوسه پوری کوم تړون هم ورسره ندی امضا کړی. مهاویش مهاویش دا خوب فکر نکوم چی ریښتیا شی. تاسو خو ویل چی تر هغو چی مهالویش نوی اعلان شوی مونږه بین الافغانی خبری نکوو نو اوس څنګه مخکی له مهالویش څخه دا غونډه جوړیږی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x