افغانستان

کابلیانو د ملي وحدت مشرانو ته «شرم نامه» ډالۍ کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ولایت د لویديځ لوري یو شمېر اوسېدونکو د یوه سوله ئیز لاریون له لارې د ملي وحدت حکومت مشرانو په وړاندې غږ پورته کړی او هغوی ته يې «شرم نامه» ډالۍ کړې.

د  راپورونو له مخې، نن سهار د کابل ولایت د لوېدیځ لوري د ۱۳ او ۱۸ امنیتي حوزو یو شمېر اوسېدونکي نن د ملي وحدت حکومت په خلاف راوتلي او ادعا یې کوله چې د حکومت مشرانو دوی له هر څه بې برخې کړي او له دوی سره دوه ګونی چلند کوي.

لاریونوالو له ځانه سره یو شمېر انځورونه هم انتقالول چې، د اشرف غني او عبدالله انځورونه وراباندې رسم شوي وو او د پاسه یې لیکلي وو « د ملي وحدت حکومت مشرانو ته شرم نامه».

تر انځورونو لاندې په لیکل شوي متن کې لاریونوالو ادعا کوله، چې د نړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالرو مرستې سره، سره لا هم د حکومت مشرانو دوی ته د مدني ژوند حقوق نه دي برابر کړی او سره له دې چې دوی په هر وخت کې د حکومت ملاتړي پاتې شوي او له ډیموکراټیکو ارزښتونو یې بشپړ ملاتړ کړی خو حکومت نه یوازې هغوی په سیاسي بهیر کې محروم کړي، تر څنګ یې له هغوی د ښاري ژوند حقوق هم اخستي.

د کابل اوسېدونکي داسې مهال له مدني حقوقو د محرومتیا له امله سر ټکوي، چې د کابل امنیتي وضعیت تر بل هر وخت په بد حالت دی او هره ورځ پکې لسګونه جنايي پېښې رامنځته کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x