افغانستان

قطر: د بين الافغاني کنفرانس له امله دوه ورځې د امريکا او طالبانو خبرې وځنډېدې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د قطر پلازمينه دوحه کې د افغانستان د مسئلې د حل په موخه د امريکايانو او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې چې نن يې اوومه ورځ وه؛ د بين الافغاني کانفرانس له امله د دوو ورځو لپاره وځنډېدې.

د افغانستان په اړه دغه بين الافغاني کانفرانس چې د جولايي په اوومه او اتمه نېټه په دوحه کې د قطر او جرمني هيوادونو په هلو ځلو جوړیږي؛ په کې به د افغانستان د سولې په اړه بحثونه کيږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې ويلي دي چې په ياد کانفرانس کې به څه له پاسه شپيته افغانان په شخصي توګه ګډون کوي او د سولې په اړه به خپل نظريات وړاندې کوي.

مجاهد ويلي دي چې په دې کانفرانس کې به د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د قطر د سياسي دفتر ۱۷ کسيز پلاوی هم ګډون کوي او د افغان سولې په اړه به د اسلامي امارت دريځ څرګندوي.

نوموړي ويلي دي چې د ياد بين الافغاني کانفرانس له امله به د دوو ورځو له پاره د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ مذاکرات متوقف وي او له هغې وروسته به د روانې ميلادې مياشتې په نهمه نېټه بيا اووم پړاو مذاکرات دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x