افغانستان

خلیلزاد: اووم پړاو مذاکرات تر بل هر وخت له لاسته راوړنو ډک دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» له طالب لوري سره اووم پړاو خبرې تر بل هر وخت مثبتې او له لاسته راوړنو ډکې ارزولې.

خلیلزاد په همدې تړاو شېبه مخکې په خپل ټویټر ولیکل « د تېرو شپږو ورځو خبرې تر بل هر وخت بنسټېزې او له لاسته راوړنو ډکې وي، موږ د اوربند، له افغانستان څخه د نه تهدید، بهرنیو ځواکونو د وتلو او بین الافغاني مذاکراتو په ګډون د څلورګونو موضوعاتو په تړاو د پام وړ پرمختګ وکړ».

خلیلزاد زیاته کړې، موږ له بین الافغاني کنفرانس څخه د ملاتړ په موخه  چې د افغان سولې په پروسه کې تر ټولو مهم پړاو دی، د دوو ورځو لپاره خبرې ودرولې چې د جولای په نهمه نېټه به بیا پیل شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکايي لوري اووم پړاو خبرې دواړو لورو مثبتې ارزولې او یوې پایلې ته د رسېدو خبر یې ورکړی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» هم نن ماځیګر مهال په خپل ټویټر یاده کړې وه، چې مذاکرات هیله بښونکي دي او تر دې دمه د یادونې وړ خنډ نه دی پکې رامنځته شوی.

قطر کې مذاکرات دا مهال د بین الافغاني ناستې د ملاتړ په خاطر درول شوي، دا کنفرانس چې د جرمني او قطر په ګډو هڅو رابلل کېږي، له افغانستان څخه ګڼ شمېر سیاسیون، د مدني ټولنې استازي او مخور ورغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

هموطنان گرامی تا اناث مسلمان مانند عافیه صدیقی و غیره که در گروگان (سیا) هستند آزاد نشوند صلح خاتمه جنگ بی نتیجه است و موضوع صلح خاتمه جنگ امنیت افغانستان آنقدر ساده و آسان نیست که چند تا غلام بچه اجیر میمون صفت جیره خور صلیبی مانند خلیلزاد بچه مدیر خلیل موصلی که مهندس اشغال است نمائید و همچنان صلح خاتمه جنگ امنیت حتی کار دونالد ترامپ رئیس جمهور و کانگرس امریکا نیست این جنگ بین دو قبیله دو قوم دو گروه دو کشور نیست که برای بدست آوردن متاع دنیا دست بگریبان باشند این جنگ شیطان (دموکراسی) و مسلمان… نور لوستل »

محمد خالد

بزرگوارم دراین جای شک وشبه نیست انانیکه به رضای پروردگار وبه دفاع از حریم عزت کافه مسلمین چی امروز چی دیروز ویا فردا از سرومال خود می گذرند وهمه هست وبود خودرا دراین راه قربانی می دهند وبهامانند ابراهیم وار(حسبناالله نعم الوکیل نعم المولی ونعم انصیر) راهی شهادت میشوند اجرا وپاداش ان درنزد پرودگار عالمیان هست وخداوند هیج عمل بنده خودرا ضایع نمیگرداند(والله لایضیع اجرالمحسنین)سخنم درمورد انانیکه از خون پاک این شهدای راستین استفاده سو مینمایند واز اسلام منظر وحشت ترور بی رحمی را به رخ جهان وبه مردمان عرضه میدارند واز طفل گرفته تا کهن سالان را یکسره به… نور لوستل »

خادم منګل

د اشعال خاتمه او د اشعالګرو پوځونو وتلو مهالویش د اوربند او بین الافغانی خبرو لپاره کیلی او چابی ده.
خلیلزاد باید صرف د اشعالګرو پوځونو په ویستلو خبری وکړی، بین الافغانی مذاکراتو کی اشعالګر د مداخلی حق نلری. ځکه په دی سره دوی اشعال ته پرتوګ وراوغوندی ځان د مینځګړی او ثالث په توګه ورپیژنی.

عبد الله

خادم منگل صاحب سلامونه، بلی خارجیان باید اشغال او ظلم پایته ورسوی خو دا زموژ د شرموشانو خخه باید نریوال د ظلم نه کولو ضمانت واخلی کنه بیابه په جنوب کی پر هلکانو نکاح وترل سی، په جنوب ختیخ کی به انسان د سپی په شان دارل کوی، په شمال کی به په د انسان په سر پریکولو رقص کیزی یا به یی پر سر کی میخونه تکوهل کیزی، د اسلام په نامه به د خلگو باغونه ریبل او سوزول کیزی. چی دا سبا خارجیان نه وی باور وکه بیا به د ….. په شان سره وخوری. هدف می دخارجیانو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x