افغانستان

حکومت: تمه ده تر راتلونکو دوو میاشتو له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت چارواکي وایي، تمه ده تر راتلونکې «سپتمبر» میاشتې وړاندې له طالبانو سره یوې لومړنۍ هوکړې ته ورسېږي  او تر هغه وروسته ورسره جدي خبرې پیل کړي.

په ستراتېژیکو اړیکو کې د ګډ حکومت د مشر ارشد سلاکار «وحید عمر» دغه څرګندونې د حکومت مشر د ویاند په حیث د صدیق صدیقي د ټاکنې په مهال وکړې، نوموړي وویل نن سهار یو شمېر افغانان دوحې ته ولاړل څو طالبان د افغانستان له روانو حالاتو خبر کړي او له هغوی سره خبرې وکړې، افغان حکومت او د امریکا متحده ایالات په دې تړاو نږدې تفاهم تر منځ لري، نن هم ولسمشر غني له خلیلزاد سره په همدې تړاو کابو یو نیم ساعت تلیفونې خبرې وکړې.

عمر زیاته کړه، ،  له طالبانو سره توافق ته لنډ شوي یو، تمه ده تر راتلونکې سپتمبر میاشتې پورې له هغوی سره لومړنۍ هوکړې ته ورسېږو خو دا به ددې کار پای نه وي تر هغې وروسته به جدي مذاکرات پیل کېږي، موږ او نړیوال ملګري مو په بشپړ توان هڅه کوو څو له طالبانو سره توافق ته ورسېږو.

د عمر په خبره، یوازېنی هغه څه چې افغانستان ته پایداره سوله راوړلای شي دا دی، چې د افغانستان یو مشروع حکومت د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، موږ ولسمشریزو ټاکنو ته تیاری نیسو، ټاکنې حتمي دي او په بشپړ توان یې د شفافیت لپاره کار کوو.

د ګډ حکومت چارواکي په داسې حالت کې چې د طالب او امریکایي لوري تر منځ مذاکرات توافق ته لنډ دي او دوی پکې په بشپړ ډول منزوي شوی، له طالبانو سره خبرو ته په تمه دي.

په ورته وخت کې، طالبانو په بیا، بیا له ګډ حکومت سره خبرې رد کړې، حکومت یې د غرب ګوډاګی بللی او په نننۍ غونډه کې یې ددوی د سولې چارو د وزیر له ګډون سره مخالفت ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دی خو لا په زړو خوبو کی يوپ دی ، که راويښ شو څه کُجاوی او بابولالی به ووايی .
دوی اوس هم پخپلو بګيل بين المُلی ملګرو نازيږی ناخبره لدی چی ټولو بين الملی ملګرو يی ټر وهل او طالبانو کراموته په زاريو دی چی په شرمو وشرميدلو بيابه افغانستان ته بد هم نه ګورو خو يوڅه حيا خو مو را خوندی کړی په آينده کی به هم راکړه ورکړه سره ولرو او احترام به مو کوو .
ستاسو خاينو غلامانو سره به د خبرو يا مذاکراتو اجندا يوازی او يوازی ستاسو د تسليمی لپاره وی .

اجمل

جمیله بیا د څه### شروع کړی؟ ته نه پوهیږی چی دواړه طرفه افغانان دی او د افغان په فرهنګ کی تسلیمی نشته. باید یو بل وزغمی او د ورور ګلوی لاسونه سره ورکړی. ډیر باټی وهی د پنجاب او آی اس آی ټاپه له ځانونه لری کړی. حد اقل دوه ولایته له حکومته ونیسه بیا داسی باټی وهه.

جميل

اجمل خانه ! تر اوسه خو داسی شواهد نشته چی د پنجاب مداخله وښيی کنه امريکا به پاکستان خراب کړی ، خو داسی شواهد شته چی ۴۹ هيوادو د ظالمی امريکی په مشری مو هيواد غصب کړيدی .
ليری نده هغه ورځ چی مالکان مو وتښتی او خپل ټوله غلام يتيمان بی سر پرسته پر ميدان پريږدی بيابه ګورو چی پدی غلامانو کی څومره همت شته چی د طالبان وار ته ځان ټينګ کړی ، بيابه جوته شی چی و کفاروته تسليم شوی بګيل (افغانان ؟) و غازيانو ته تسليميږی او که تښتی .

شهید

په شرمونو وشرمیژی.
که طالب تاسو سره د حکومت او دولت حیثیت کی تاسو سره خبره وکه نو پدی به پوه شم چه طالب شویدلی ده او نور ورته اخلاص نلرم. طالبه وروره دا د ع اوغ حکومت مزدور او وطن پلورنکی ده، د شهیدان وینه مه پلوری. شهیدانو اواز ده چه که دی زمونژ وینه وپلوره او زمونژ انتقام مو وآنخیست بیا د الله مقابل کی به تاسو نه پوشتنه کوو!!!!

غمی.پښتین

ای هی .د اسلام او مسلمان دښمنه.نور څومره خلک د شهادت،انتقام،په نومونو قربان کوی؟
پنځه میلیونه انسانان خو د .دین.شهادت.اشغال،ازادی.دیموکراسی په دا پلمو او نومونو وخوړل.
ایا نور بس نه دی؟که نور هم خوری؟که نور خوری نو اول دا وګوره چه نور انسان خوړل روا دی که ناروا؟

عبد الله

شه می یاد دی چی مجاهدینو دخلقیانو حکومت چپه کر ویل یی دا د روس غلامان دی او وطن یی چور کر، د همدغو مجاهدینو حکومت بیا طالبانو چپه کر ویل مفسدین دی حتی د شمال باغونه او کورونه یی وسوزول. بیرته تشتیدلی مجاهدین، زاره خلقیان او په غرب کی روزل سوی افغانان د ظالمی امریکی او غربی کفری قوت په مرسته طالبان ترورستان، ناپوه د تمدن خخه لیری نری ته معرفی کرل، وروسته همدا زپلی طالب یی ورو ورو داسی قوی کر چی تقریبا نیم هیواد په مستقیم یا غیر مستقیم دول اداره کوی چی په نتیجه کی دادی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

هر ځل چه جابر او استعماری قدرت (( باطل )) د استعمار او وحشت لمن غزولی، د (( حق )) یو ګروپ خلکو یی په ضد په کمو امکاناتو مبارزه پیل کړی،بری ځینی وخت باطل او ځینی وخت حق بریاوی ترلاسه کړی مګر په مجموع کی اخری بریا د حق د پلویانو ده له بده مرغه ځینی بیا شعوری یا غیر شعوری داسی وانمود کوی چه هر یو ګروپ چه هغه ورځ جنګیدلو، پرون جنګیدلو او یا نن جنګیږی ټول باطل او د باطل له خوا یی ملاتړ کیږی تر څو په دی ډول یی د خبلواکی غوشتونکو خولی هم… نور لوستل »

عبد الله

د افغانستان جنگی حالتونه او جهاد تحلیل د مختلیفو علمی او جغرافیی سطحو پر اساس کیزی، یو د چوری ولسوالی، باغران، شینکی، درقد او ورسج ولسوالی په سطحه. یو تحلیل بیا د تورجان سماوار، د سپیرکی جانان د دوکان او هوتل په سطحه وی. یو بل تحلیل بیا دهغو خلگو تحلیل دی چی د سی ای ای مطالعه ولری، د موساد، کی جی بی، ام ای سکس، را، ای اس ای او داسی نور استخباراتی شبکو اروند کافی اندازه معلومات ولری. مذکوره هر گروپ زانته متعقبین لری او همیش د دوی ترمنخ د افغانستان د جنگ او جهاد پر موضوع… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x