افغانستان

صدیق صدیقي د اشرف غني ویاند وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند «صدیق صدیقي» د حکومت مشر « اشرف غني» د ویاند په حیث وټاکل شو.

اشرف غني د یوه فرمان په مټ «هارون چخانسوري» له دندې لیرې کړ او په ځای یې صدیق صدیقي د خپل لومړي ویاند په حیث وټاکه.

د صدیق صدیقي د ټاکنې غونډې ته په ستراتېژیکو اړیکو کې د اشرف غني په ارشد سلاکار «وحید عمر» سربېره ګڼ شمېر دولتي چارواکی راغلي وو.

صدیقي د خپلو خبرو په مهال له اشرف غني او وحید عمر مننه وکړه چې نوموړي ته یې له ډېرې مودې وروسته په دې برخه کې د «خدمت» فرصت ورکړ.

نوموړي ادعا وکړه، چې تر خپله وسه به د افغانستان د اساسي قانون له غوښتنو سره سم خپله دنده په مخ وړي او په دې برخه کې به د رسنیو د مرکز د ریاست او کورنیو چارو وزارت د ویاندویۍ په مهال له زده کړو تجربو کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د بیبی ګل په واسطه د زنانه وو او د دوستم په واسطه د مردانه وو فاحشه خانی او شرابخانی جوړی شوی چه د غنی یو مشاور جنرال مظلوم او لس او مظلوم بشریت ته په ډاګه کړی ، که تاسی ګوری د ارګ او مهمو وزارتو ویاندان او معاونین ښکلی نجونی او شکل مفعول هلکان ټاکل کیږی . هلمند ګرمسیر بازار کی به مونږ یو ګروپ مشرفیوالو شاګردانو به تل له یوه دکاندار څخه سوداکړه شیخ، حاجی او لویه ږیره یی لرله مسجد هم ورته لنډ وو داذان سره به یی دکان وتاړه لمونځ به یی تل په جماعت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x