نړۍ

مایک مولن پر آی ایس آی باندي سختي نیوکي وکړي

mike_mulen_and_pakistan (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۱) اسلام اباد: دامریکی دفوځ لوي درستیز مایک مولن تیره ورځ په اسلام اباد کي دپاکستاني فوځ له قومندان جنرال اشفاق کیانی اودفوځ له لوی درستیز جنرال خالد شمیم سره جلاجلا وکتل، په کتونو کي دواړو لورو یو اوبل ته خپلي ګیلي او شکایتونه واورول، ایډمیرل مایک مولن بغیر لدي څخه چي خبرو باندي څه ناڅه غور وکړي، مستقیما پرپاکستاني چارواکو لفظي ډزی وکړي، نوموړی زیاته کړه پاکستانئ څارګره اداره په پاکستان کي دافغاني طالبانو دحقاني له ډلی سره نژدي اړیکي لري  ، اودغه اړیکي دي چي دپاکستان او امریکي ترمنځ یی ترینګلتیا رامنځ ته کړي ده، نوموړي زیاته کړه له حقاني ډلي سره دپاکستاني څارګري اداري اړیکي امریکني چارواکو ته هیڅکله دمنلو وړ ندي، مونږ په دي ډیر ښه پوهیږو چي پاکستاني استخبارات په سیمه کي دپټو عملیاتو ژور تاریخ لري، او دهیواد دګټو دخوندي توب په اړه رنګارنګ پلانونه په کاراچوي، دلته څه داسي حرکتونه شته چي امریکا یی له تشویش سرمخ کړی ده، اوباید ورباندي په څرګندو ټکو خبري وشي، مایک مولن وویل حقاني جال داسي یوه ډله ده څوک چي ترهګر روزي وسلي ورکوی افغانستان ته یی لیږي، اوري بیا امریکني اونړیوال فوځونه وژني، دنوموړي خبري ډیري سختي اوعسکري شکل کي وي چي له ورایه څخه یی دامریکي دخفګان او غصي څرګندونه کوله، لدي څخه مخکي هم امریکني چارواکو په وار وار له پاکستانه څخه غوښتنه کړي وه چي په شمالي وزیرستان کي چیری چي دحقاني ډلي دپټوځالو ګمان ورباندي کیږي فوځي عملیات وکړي، خو اوسني کتنه کی دمایک مولن خبرو بل شکل غوره کړي وو، نوموړی سره لدي چي په وار واریی دحقاني ډلي په مقابل کي دعملیاتو خبره کوله، دپاکستان پرځارګره اداره باندي تور هم ولګاوه چي پاکستاني ځارګره اداره په شمالۍ وزیرستان کی له حقاني ډلی سره نژدي اړیکي لري، اونوموړي دخبرو په منځ کي بیا بیا وویل له حقاني ډلی سره اړیکي مونږته دمنلو وړندي، لدي څخه داڅرګنديږی چي دپاکستان په مقابل کي دامریکي دریځ څومره سخت وو، مایک مولن چي له ډیره وخته ورباندي نیوکي کیدلي چي دپاکستان په اړه ډیر نرم دریځ لري، تیره ورځ ډیر په قهر ښکاریدی، نوموړي پاکستاني چارواکوته  څرګندي خبري کولی مایک مولن زیاته دا ترلمرروښانه ده چي پاکستاني څارګره ادراه له حقاني ډلي سره اړیکي لري، اودایواځي خبري ندي چي مونږ دلته ورباندي ږغیږو بلکه ډیردتشویش وړده اوددواړو لورو ترمنځ داړیکو دترینګلتیا یوا خینی وجه هم همدغه ده، نوموړي زیاته کړه داسي ښکاري لکه چي په سیمه کي دحقاني ډله لښکرطیبه، جماعت دعوه دپاکستانی طالبانو غورځنک او القاعده یوله بل سره همغږي ښیی او مالومیږي چي دغه سیمه (جنوبي اوشمالي وزیرستان) دنړیوالي ویري اچوني به مرکزبدلیږي اودي  باندی باید غوروشي ځکه چي ډیره داندیښني وړخبره ده، نوموړی دخپلو خبرو په جریان کي دپاکستاني چارواکو وغوښتنو ته هيڅ پام ونکړ، دپاکستاني چارواکو دغوښتنو په جواب کي چي امریکا دي به وزیرستان کي ډرون بریدونه بند کړي او په پاکستان کی د امریکي دڅارګري اداري دپرسونلو په شمیر کی کمي راولی، نوموړی زیاته کړه ترڅو پوري چي پاکستاني استخباراتي اداري دحقاني له ډلي سره اړیکي نه وي شکولي مونږ به هیڅکله ډرون بریدونه اوپه پاکستان کي دننه پټکی عملیات بند نه کړو، ځکه چي زمونږ دعملیاتو مرکزی نقطه په شمالي وزیرستان کي دحقاني دډلي ځپل دي.

که څه هم پدي وروستیو کي امریکي دولسمشر بارک اباما له لوري یو لوړ رتبه پلاوي پاکستان ته راغلي دي ترڅو ددواړو لرو ترمنځ ترینګل شوي اړیکي بیا سمي کړي، خو دمایک مولن دڅرګندونو په اړه تراوسه پوري څوک څه نشي ویلاي، څه وجه وه چي مایک مولن یی دي ته هڅه ولی وو ترڅو دپاکستان په اړه داسي تیزه ژبه وکاروي حال داچي له پخوا څخه پرنوموړي باندي نیوکي کیدلي چي دپاکستان په حق کي یی ډیر نرم دریځ غوره کړی دي.
شنونکي وایی په پاکستان کي امریکي دفوځ لوی درستیز مایک مولن اودپاکستاني فوځي چارواکو ترمنځ له توندو اوښکاره خبرو څخه دامالومیږی چي په امریکا کي ددواړو لورو ترمنځ راتلونکي خبري به هم ډیره پیچیده او ژوري وي تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو سکرتر سلمان بشیر دیوه پلاوي په مشري امریکی ته لاړي ترڅو دامریکي اوپاکستان ترمنځ په راتلونکو دوه جانبه خبروکي برخه وخلي،
بخت الرحمن بخت………………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x