ورزش

فضلي: راشد خان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي طلوع نیوز سره د مرکې پرمهال وویل چې راشد خان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر نه دی.

راشد خان هغه مهال د کرېکټ بورډ د پریکړې مخالفت کړی و چې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټيسټ سیالیو لپاره نوي لوبډلمشران ټاکلي شوي وو، اوس راشد خان بې له کومې سیالۍ ترسره کولو له لوبډلمشرۍ لرې کړل شوی دی.

ښاغلي فضلي د مرکې پرمهال زیاته کړه چې راشد خان د مخالف ټویټ په کولو ثابته کړه چې لوبډلمشري نه غواړي، په دې لړ کې اوس د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر شتون نه لري خو ډیر ژر به په نږدې راتلونکې کې نوی لوبډلمشر وټاکل شي.

افغان لوبډله په ستمبر میاشت کې لومړی د بنګلدیش پر وړاندې یوازینۍ ټيسټ لوبه کوي او له هغې وروسته به په بنګلدیش کې د زمبابوې په ګډون درې اړخیزه سیریز ترسره کوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن په داسې حال کې له انګستان څخه هېواد ته راستنه شوه چې په نړیوال جام کې یې هیڅ کومه سیالۍ ونه ګټله.

په نړیوال جام کې یو شمېر لوبغاړي د فټنس له ستونزو سره مخ وو چې له کبله یې ځينې لوبغاړي له لوبډلې هم بهر شول، خو د کرېکټ بورډ رییس د هغه لوبغاړو په هکله چې فټنس ونه لري زیاته کړه وبه نشي کولای په ملي لوبډله کې ځای ولري.

نوموړي د شهزاد محمدي په اړه وویل چې هغه مهال کولای شي لوبډلې ته راستون شي د ډیسپلن له ستونزو پاک اعلان شي او خپل فټنس په سمه توګه جوړ کړي.

د افغان لوبډلې مشر روزونکي فیلیپ سیمنز دنده به د روانې جولايي میاشتې تر ۱۴مې نیټې پورې دوام وي چې له هغه وروسته به افغان لوبډله نوی مشر لوبډلمشر وټاکي، ددې په هکله فضلي وویل چې داسې روزونکی په پام کې نیسي تر څو وکولای شي په اسانه توګه افغانستان ته راشي او لوبغاړو سره په تمریناتي کمپونو کې شریک شي.

د یادونې ده چې نن د شنبې په ورځ د کرېکټ بورډ عمومي رییس او د بورډ نورو مهمو لوبغاړو ترمنځ غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ځینو چارواکو دندې چې له دوی څخه به د نړیوال جام په هکله څیړنې کیږي د ټاکلې مودې لپاره وځنډولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x