افغانستان

غزني: طالبانو په یوه برید کې د ملي امنیت مرکز له منځه وړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): نن سهار اته نیمي بجې شاوخوا د غزني ولایت اړوند سیمه کې د ملي امنیت په یوه مرکز چاودنه وشوه.

طالبانو د یاد برید مسئولیت منلی او په وینا یې، په دې برید کې یې د ملي امنیت یو مرکز په بشپړه توګه له منځه وړی.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي « نن اته نیمې بجې د غزني ښار اړوند سیمه کې د کابل ادارې د استخباراتو (ملي امنیت) یو مهم مرکز په موټر بم فدايي برید کې له منځه لاړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې په پيښه کې مرکز ویجاړ شوی، لسګونه تنه د استخباراتو کارمندان او عسکر په کې وژل شوي او ټپيان دي».

بل لور ته د غزني ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په سهارني برید کې یو کس وژل شوی او شل نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې له مخې د برید قربانیان ټول ملکي او غیر نظامي کسان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x