افغانستان

سولې شورا: د سولې په چارو کې د دولت وزارت له دندو اګاه نه یو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د سولې عالي شورا وايي، په داسې حال کې چې د دولت وزارت له څو اونیو راپدېخوا په کار پیل کړی خو دوی لا هم ددې وزارت له فعالیت او دندو خبر نه لري.

ماندګار ورځپاڼه د سولې عالي شورا د مرستیال ویاند «اسدالله زایري» له قوله لیکي « هر ارګان چې د سولې په چارو کې هڅه کوي موږ ترې هرکلی کوو خو تر دې دمه موږ د سولې چارو کې د دولت وزارت له دندو او فعالیت هیڅ خبر نه لرو».

د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې د سرطان په ۷ نېټه د اشرف غني په یوه ځانګړي فرمان جوړ شو او د نوموړي د دفتر مشر «سلام رحیمي» یې وزیر وټاکل شو، لا هم تر دې دمه د خپل فعالیت ساحه نه ده مشخصه ده کړې.

تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت شاید د سولې شورا بدیل و اوسي خو تر دې دمه لا هم څرګنده نه شوه چې د دولت وزارت تر جوړېدو وروسته به د سولې شورا برخلیک څه کېږي.

د شنونکو په باور، د حکومت له لوري د سولې د مذاکراتو لپاره د یوه واحد ادرس نشتون د سولې په چارو کې خنډ او ځنډ مخته راوړي او سولې ته د حکومت نه ژمنتیا په ډاګه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x