
غزني: داعش په تکیه خانه باندې د برید مسئولیت ومانه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): اسلامي دولت ډلې یا داعش د غزني ولایت په خاک غریبان سیمه کې د «محمدیه» په نامه د شیعه ګانو په یوې تکيې خانې د برید مسئولیت منلی.
د اسوشیټيد پریس خبري اژانس د راپور په اساس، داعش ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد پړه منلې او ۴۰ تنو ته یې د مرګ ژوبلې ادعا کړې.
یاد برید چې دوې ورځې وړاندې ترسره شوی وو، د طالبانو له لوري په شدت محکوم شو، د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» يې په تړاو په خپل ټویټر ولیکل « د غزني ښار خاک غریبان سیمه کې د اهل تشیع هیوادوالو په مسجد کې د تیر ماښام چاودنه او ملکي مرګ ژوبله غندو او دا د دښمنانو لخوا د تفرقې اچونې شومه هڅه بولو».
یاده دې وي، چې د داعش ډلې فعالیتونه داسې مهال زور اخلي چې په کونړ ولایت او د هیواد په نورو سیمو کې یاده ډله د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې ده او تر ډېره یې خپلې سیمې طالبانو ته پرېښي.
طالبانو په بیا، بیا ویلي چې دولتي او امریکايي عسکرو همېشه په داعش باندې د برید په وخت کې ددوی لیکې بمبار کړې او محاصره داعشیان یې ترې د الوتکو په مټ خوندي ځایونو ته وړي.
او طالبانو هم د ماشومانو د وژلو مسؤلیت ومانه. دواړه حتی دری واړه حکومت، طالب او داعیش د خلکو د وژلو آله ده چی د پردیو په لاس سره استعمالیږی.
ای بی همتو او بيغيرتو داعشيانو !
ستاسو دا کړنی د بخښنی ندی چی پر بی دفاع خلکو حملی کوی که د نر بچيان ياست سم ميدان ته راووزی ، او که تاسو دا فکر کوی چی تفرقه واچوی او باداران مو بريالی کړی ، دا عراق او سوريه نده چی د بهرنيو په مرسته شيعه ګان پکی يوڅه زورور او مغروره او سنيان پکی پاشلی او ويشلی دی ، دا افغانستان دی زمونږ شيعه ګان تر هغو ډير ښه او قانع او سنيان مو يو موټی او ډير با رحمه دی .
ستاسو خواری ټوله د شيطان دی .