افغانستان

غور ولایت کې چاودنې له «۷» ماشومانو ژوند اخستی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د ځمکني ماین چاودنې «۷» ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی.

د غور ولایت د والي ویاند «عبدالحی خطیبي» د چاودنې پړه په طالبانو ور اړولې او په خبره یې، د یادې چاودنې قربانیان ټول ماشومان وو چې عمر یې تر «۱۵» کلونو کم وو.

د خطیبي په قول، ماین په داسې وخت چاودنه کړې چې ماشومانو څاروي څرول.

د غور ولایت د ولایتي شورا غړی «عبدالبصیر قادري» وايي، چاودنه د دولتیار ولسوالۍ په سومک نومي سیمه کې چې د طالبانو تر واک لاندې ده ، رامنځته شوې.

د قادري په وینا، د برید قربانیان ټول ماشومان دي.

یاده دې وي، چې طالبانو تر دې دمه د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې هغوی په بیا، بیا ټینګار کړی چې ملکي وګړي د دولت له لوري وژل کېږي خو پړه يې په طالبانو ور اچول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x