
د امریکا فلوريډا ايالت کې چاودنې ۲۱ تنه ټپيان کړي
نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل):د امريکا فلوريډا ايالت په جنوب بلانتيشون ښار په يوه رسټورانټ کې چاودنې ۲۱ تنه ټپيان کړي دي.
رویټرز خبري اژانس ليکلي، د چاودنې له امله د رسټورانټ سربېره نور دوکانونه او موټر هم ويجاړ شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چاودنه د ګازو پایپ د ليک کېدو له امله شوې، خو پوليس ويلي، چې د پېښې څېړنه کوي او کره جزيات به يې وروسته له رسنیو سره شريک کړي.