افغانستان

د دوحې بین الافغاني ناسته پيل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل):د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسېدو په اړه بین الافغاني ناسته نن سهار لس نيمې بجې پيل شوه.

دغې ناستې ته له کابله د سياسي څېرو، حکومتي چارواکو، مدني  فعالانو او ژورنالېستانو  ۵۳ کسيز پلاوی ورغلی دی.

په دغه پلاوي کې نهه ښځې هم ګډون لري.

د ناستې يوه ګډونوال ډاکټر انوار الحق احدي رسنيو ته ويلي، چې د دوحې بین الافغاني ډيالوګ ناسته به د روانې کشالې په سوله ييز حل مرستندويه ثابته شي.

دغه غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو مشر عبدالمتين بيګ او د هغه  مرستيال تيمور شاران د حکومت له لوري ورغلي، خو ګډون يې په شخصي او انفرادي توګه دی.

په اسلام اباد کې د ګډ حکومت پخواني سفير حضرت عمر زاخېلوال په دوحه کې رسنيو ته ويلي، د بېلابېلو ګوندونو او نظريو لرونکي خلک له طالبانو سره د ليدو لپاره قطر ته تللي او د بین الافغاني ناستې په مرسته به وتوانيږي، چې روانې کشالې ته سوله ييز حل ولټوي.

دغه ناسته د جرمني برګاف بنسټ او د قطر په کوربه توب جوړیږي.

د دوحې بین الافغاني ناسته په داسې حال کې پيل شوې، چې د طالبانو او امریکا د اووم پړاو روانې خبرې د دوو ورځو لپاره ځنډول شوي او د سه شنبې په ورځ د جولايي په نهمه به بېرته پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساهل حزبې

د اشغال په نوم افغانان وژونکې داړه ماران هلته د سپین اشغال تر چتر لاندې بیرته پر افغانانو د زغ چلولو خوبونو ته تعبیر لټوې،

غمی.پښتین

جوړ تازه.
قتل ڼن هم په افغانستان کی داوام درلود.دا ناستی د اول اوربند اعلان کړی.بیا سوکه سوکه نوری خبری ور پسی کوی،
############

سیدګل اغابنوری

سیاست عجیب مخونه رنګارنګ شکلوله اوډول ډول حالات لری ! داسی ورځ راغله چه له یوی خوا مجاهد(دالله لښکری )اودبلی حوا دتسلیم شوغلوکاذبو ساسیونو مستعملو میرمنواوددیمکراسی دعوت ګروټولی ،نن دخپل ندامت په حال کی لیدل کیږی ?که دارټلی فاسد اواوکارول شوی توکی رښتیاهم دافغانستان ازادی اوخوشالی غواړی دلته دی دخپلو عملونوڅخه توبه وباسی اوپیښمان دی شی ؟ اودبیلګی په توګه دبیت المال په غلاشوو ملیکیتونه دی ،اقرار وکړی اوداعاده کولوژمنه دی وکړی ،نودابه درښتونی سولی بیلګه اورښتنولی شی ؟ والسلام .

اجمل

په تصویرونو زه یو غل هم وینم هغه چی د حج او اوقافو د وزارت د حاجیانو پیسی غلا کړې وې. بیا کرزی هغه زندان ته ولیږه او یو څو وخته یی زندان هم تیر کړ جناب مولوی عطاالحمن سلیم د شورای نظار غل. ګرچه غله خو پکی ډیر دی خو دا یو یی ډیر مشهوره وو. دوهمه خبره: مهاویش پسی می سترګی راووتی، مهاویش څه شو؟ دریمه خبره: یو وخت افغانانو په مکی مکرمی کی قسم یاد کړ خو هغوی یی بیرته سره په جنګ واچول. بس الله د خیر کړی. د حکمتیار صیب خبره خوسی وخت ضایع کول… نور لوستل »

Ahmed

له خالق کائنات ج
څخه ده اسلام افغانستان او ده افغانانو لپاره خېرونه غواړو
الله ج دی مسلمانان متحد متفق کړی
او په افغانستان کی دائمی سوله او ثبات راولی
له حق سره
امېن

جميل

اوس به ښه پوره جوته شوی وی چی د کفارو سره په تيره بيا د مکرجنی او بی وفا امريکی سره د ژوری دوستی پاييلی څه دی ، خو امريکا هم پخوا لداسی کلکو او با استقامتو خلکو سره نه وه مخ شوی لکه همدا غښتلی طالبان . د بريا او لوړ هدف ته د رسيدو لپاره کله کله څه تنزل ته هم اړين وی خو داسی تنزل نه چی په هغه کی خدای مکړه د دين او د هيواد استقلال ته پکی تاوان وی ، دابه ومنو چی طالبانو کرامو د خپل رنځيدلی او کړيدلی ولس دآرامی لپاره تنزل… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x