ورزش

افتاب عالم په نړیوال جام کې څه څه کړي؟ کریک انفو راپور یې ځواب ویلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ لا پوره نه وې چې افغانستان کرېکټ بورډ افتاب عالم د یوې ښځېنه مېلمنې سره په هغه هوټل کې چېرې چې لوبغاړي اوسیدل د ناوړه چلند له کبله کور ته ولیږلو.

د کرېکټ نړیوالې شورا هغه مهال په یوه لنډه اعلامیه کې څرګنده کړه چې افتاب عالم د استثنايي حالاتو رامنځته کیدو له کبله کور ته لېږل شوی خو د افغانستان کرېکټ بورډ بیا وویل چې افتاب عالم د نظم و دسپلین په اړه قوانین نقض کړي ول.

د کرېکټ مشهورې ویبپاڼې کریک انفو (espncricinfo) ته داسې معلومات په لاس ورغلي چې افتاب عالم نه یواځې دا چې له ښځو سره یې بداخلاقي کړې بلکې څو ځل یې نور هم مشکلات زیږولي چې یو یې هم د هند او پاکستان تر منځ سیالۍ کې د امنیتي مسوولینو له خوا په زور د لوبغالي څخه ویستل وو.

د افغانستان کرېکټ بورډ د افتاب عالم سره سره د ټیم مدیر نوید صایم هم لرې کړی دی او د افتاب عالم د هوټل د قضیې لپاره یې څېړنې پیل کړی دي، کرېکټ بورډ دسپلین کمیټې څخه غوښتل شوي چې د یوې اونۍ دننه خپلې څېړنې وړاندې کړي.

نوید صایم دنده له دې کبله ځنډول شوې چې د افتاب عالم قضیه يې په سمه توګه کرېکټ بورډ ته نه ده ریپورټ کړې، کرېکټ بورډ وايي چې د افتاب عالم په اړه بندیزونه به تر هغه وروسته اعلام کړي چې دسپلین کمېټه خپل راپور وړاندې کړي.

د کریک انفو راپور له مخې چې د کرېکټ نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې د افتاب عالم د بد کردار په اړه خپلې څېړنې تکمیل کړي او خپل راپور یې د افغانستان کرېکټ بورډ ته ليږلی چې په هغه کې پېشنهاد شوی تر څو د لوبغاړي خلاف اقدام وکړي.

راپور زیاتوي چې د کرېکټ نړیوالې شورا د فساد څانګې د جون په ۲۳مه سهار مهال افغان لوبډله په ساوت امپټن هوټل کې یوځای راټول کړل خو دغه مهال افتاب عالم نه له لوبغاړو سره و او نه هم په خپله کوټه کې و. وروسته څرګنده شوه چې هغه د شپې د خپلوانو خوا ته له اجازې پرته تللی دی.

افتاب عالم وروسته له لوبډلې سره یوځای شو خو روزونکی فیل سیمنز هغه د را روانو دوه لوبو څخه په دې منع کړ چې د فساد ضد څانګې سره په ناسته کې یې حضور نه درلود. افتاب عالم همدا راز د همدغو لوبو لپاره تمریناتو څخه هم منع شو.

افتاب عالم همدا راز د هند او پاکستان تر منځ سیالۍ ته له کومې اجازې پرته له ځینو نورو دوستانو سره تللی و او د لوبغالي مسوولینو څخه يې د VIP یا ډیر مهمو اشخاصو ځای ته د ننوتلو غوښتنه وکړه. هغه سره چې د لوبغاړو د «اعتماد نامې پاسaccreditation pass» » و نو د مهمو اشخاصو ځای ته داخل شو چې وروسته ترې نه وتلو. کله چې امنیتي مسوولین راغلل د افتاب عالم ملګرو د VIP ځای پرېښود خو دی نه وتلو چې بالاخره له دې ځایه په زور وویستل شو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x