ورزش

د نړیوال جام نیمه پایلوبې؛ څوک به له چا سره لوبیږي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام ګروپي یا لومړي پړاو سیالۍ پای ته ورسیدې چې اوس به د جولایي میاشتې له نهمې نيټې نیمه پایلوبې پېل کیږي.

د نیمه پایلوبو پړاو ته څلور لوبډلو (هندوستان، استرالیا، انګلستان او نیوزیلند) لار موندلې ده، په دې کې په ترتیب سره هند لومړی او ورپسې درې نورې لوبډلې دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا قانون له مخې په نیمه پایلوبو کې به د لومړي نمبر لرونکې لوبډله له څلورم او د دویم نمبر لرونکې لوبډله به د دریم سره سیالۍ کوي.

په دې سره به هند لوبډله چې په لومړي نمبر ده د نیوزیلند لوبډلې سره چې په څلورم نمبر ده نیمه پایلوبه کې مخ کیږي، ددوی ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه به د سه شنبې په ورځ د جولایي په ۹مه نېټه د (مانچسټر په اولډ ټرافورډ) لوبغالي کې ترسره کیږي.

همدا ډول د استرالیا لوبډله چې په جدول کې په دویم نمبر ځای لري د انګلستان لوبډلې سره چې په دریم نمبر ده نیمه پایلوبه ترسره کړي، ددوی ترمنځ دغه لوبه به د پنجشنبې په ورځ د جولایي په ۱۱مه نیټه په (ایګبسټن برمینګم) لوبغالي کې ترسره شي.

په ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام کې لس لوبډلو ګډون کړی و، له دې څخه افغانستان لومړۍ لوبډله وه چې له سیالیو بهر شوه، ورپسې سویلي افریقا، ویسټ انډیز، سریلانکا، بنګلدیش او پاکستان لوبډلې په ترتیب سره بهر شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x