حوثیانو د سعودي پر دوو هوايي ډګرونو توغندیز بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): يمن کې د حوثيانو  وسله والې ډلې ويلي، د سعودي عربستان پر ابها او جازان هوايي ډګرونو يې د بې پيلوټه الوتکو په مرسته توغندیز بریدونه کړي، خو سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښوولی.

د حوثیانو وياند یحيی سريع رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د سعودي عربستان په جنوب لويديځ ولایتونو کې يې د ابها او جازان هوايي ډګرونو پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تېره اونۍ هم حوثيانو د ابها پر هوايي ډګر برید کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

سعودي چارواکو په تېرو وختونو کې د حوثیانو بریدونه غندلي او وايي، دښمن د ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ هېڅ توپير نه کوي.

د يادونې وړ ده، چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له ۲۰۱۵ کال راهيسې په يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد ځمکني او هوايي پيل کړي، خو دغه عمليات لا هم له کومې پایلې پرته روان دی او ډېری قربانيان يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يمن ملکيان دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د