ورځپاڼه: افغانستان کې د استخباراتي شتون په تړاو د ټرمپ څرګندونې سولې ته خنډ دی

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د کاناډا ډيجيټل ژورنال ورځپاڼې يو مطلب په قطر کې د امریکا او طالبانو روانو خبرو ته ځانګړی دی.

ډيجيټل ژورنال د امریکا او طالبانو روانې خبرې ګټورې بللي او وايي، چې دغو خبرو کې ډېر پرمختګ شوی، د هوکړې خاکه چمتو شوې او دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي دي.

ورځپاڼې د سولې پروسې په اړه د دوو مهمو خبرو يادونه کړې ده.

لومړی: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نيوز سره په خپلې مرکې کې ويلي، چې د امریکايي پوځیانو د ويستلو په صورت کې به د استخباراتو قوي ځواک په افغانستان کې پرېږدي.

د ډيجيټل ژورنال په وينا د ټرمپ دغه څرګندونې د سولې روانه پروسه له خنډونو سره مخ کولی شي او ټینګار يې کړی، چې امریکايي چارواکي بايد له داسې څرګندونو ډډه وکړي.

دوهم: طالبان بايد څنګه مخاطب شي؟ د ورځپاڼې په باور د امریکا او طالبان د روانو خبرو پر وړاندې بله ستونزه دا ده، چې طالبانو ته بايد څنګه خطاب وشي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هغوی خپل نظام اسلامي امارت باله او امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو نظام ړنګ کړ.

ډيجيټل ژورنال زياتوي، چې امریکا او لويديځ هېوادونه د اسلامي امارت له نوم سره مخالف دي او طالبان له دې نومه نه تېريږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

ټول ملحدین اوسیکولرستان داسلام اوحق مخالف اودښمنان دی دطالبانوپخوانی حکومت لکه ایران دملحدینوچاره ونه که نه پخپله په سیاست پوهیدل نه یی نورواسلا می سیاست مدارانوته موقع ورکوله نه یی خپل دوست پیژاندۍ نه دښمن فقط چاپلوسیواودسیسو ددی لوی ناورین سره ملک مخامخ کۍ ټرمپ وایی قوی استخفارات پریږدوټول ملحدین ددوی استخفارات دی چه چاره یی ونسی اوپوهو مسلمانانوسیاست مدارانوته موقع ورنه کړله سی هیڅ کله به په ملک کی آرامی اوآزادی نسی را،ملک باید دوطن فروشانواوخودپرستوپاک سی صحیح اوفوجی عالمان بایدوروزل سی نن دنیادبیعلمودپاره نده باید دخپلی عقیدی اوخاوری ساتنه په علمی طریقه وسی تنهاپه لنګوټواوږیروملک نه ساتل کیږی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

اول: کله چې له طالبانو د عدم ضرر ضمانت اخلي بیا یې د قوي استخباراتو خبره غیر معقوله ده.

دوهم : طالبان باید د سولې په تړون کې د افغانستان د ازادیخواهی د څلوېښت کلن ملي اسلامي خوځښت په نوم سره یاد شي چې نړیوال یې د طالبانو په نوم پېژني.