ورزش

په نړیواله درجه بندۍ کې راشد شاته خو مجیب وړاندې شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د یو ورځنیو سیالیو په کرېکټ نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې تکړه سوکه نوموتی توپ اچونکی راشد خان په توپ اچونه کې له دریم مقام څخه اتم مقام ته ښکته شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په نوي خپره شوې نړیواله درجه بندۍ کې راشد خان په پنځه پواینټونو بایللو سره اتم خو مجیب الرحمن په څلورو پواینټونو خپلولو سره شپږم مقام ته پورته شوی دی.

په ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام ک راشد خان د اطمنان وړ توپ اچونه ترسره نه شوه کړای چې په نهو سیالیو کې یې یوازې ۷ ویکټې واخیستې خو پر نوموړي په یوه لوبه کې د زیاتو منډو ورکولو ریکارډ هم جوړ شو.

راشد خان د ۲۰۱۸م کال په پېل کې په لومړي وار په توپ اچونه کې لومړی مقام خپل کړ خو له هغه وروسته په مارچ میاشت کې دویم ته ښکته شو چې اوږده موده پر دغه مقام پاتې شو، د ۲۰۱۹م کال په لومړیو کې نوموړی له دویم څخه دریم خو اوس په تازه درجه بندۍ کې اتم مقام ته ښکته شو.

همدا ډول په آلراونډرانو کې نوموړی تر اوږدې مودې په لومړي نمبر و خو په ۲۰۱۹م کال کې دویم او اوس په تازه درجه بندۍ کې د ۳ پواینټونو په بایللو پنځم نمبر ته ښکته شو.

بل خوا مجیب الرحمن چې له یوې مخې یې په نړیوال جام کې غوره اقتصادي توپ اچونه وکړه او له بل مخې یې په ۷ سیالیو کې ۷ ویکټې واخیستې چې د څلور پواینټونو په زیاتوالي یې «۶۸۱» مثبت پواینټونه ترلاسه کړل او شپږم نمبر ته پورته شو.

په توپ اچونکو کې د افغانستان لخوا محمد نبي هم یو پواینټ پرمختګ کړی نوموړي په ۹ سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۱۰ ویکټې اخیستي، چې په ۱۸م مقام شو، نبي په آلراونډرانو کې خپل دریم مقام ساتلی خو انګلستانی بین سټوکس دویم مقام ته پورته شوی، شکیب الحسن چې په نړیوال جام کې یې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه په لومړي مقام دی.

په نړیوالو لوبغاړو کې ویرات کوهلي د یو ورځنیو سیالیو غوره توپوهونکي لومړی مقام ساتلی خو روهیټ شرما چې په نړیوال جام کې یې ۵ سلیزې ووهلې او وروستني ټول ریکارډونه یې مات کړل په دویم نمبر دی، د پاکستان لوبډلې غوره توپوهونکی بابر اعظم بیا دریم نمبر ته پورته شوی دی.

په لوبډلو کې انګلستان لوبډله د ۱۲۳ پواینټونو په درلودلو سره په لومړي مقام ده، هند هم ۱۲۳ پواینټه لري خو په رن ریټ کې وروستوالی لري په دویم مقام ده، نیوزیلند په دریم، استرالیا څلورم، سویلي افریقا پنځم، پاکستان شپږم، بنګلدیش اووم، سریلانکا اتم، ویسټ انډیز نهم او افغانستان په لسم مقام ده.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې ټولې ۹ لوبې وبایللې چې له کبله یې ۸ مهم پواینټونه له لاسه ورکړل او له ۶۷ څخه یې پواینټونه ۵۹ ته راښکته شول خو لا هم په لسم مقام ځای لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x