بُن او دوحه؛ د زغم او منلو څرنګ تجربې؟

وحيدالله مصلح

تېر اتلس کلونه د يوې ماتې او يو بري لپاره اوږده کلونه نه دي، دا سر په سر ايښي لاسونه د يو زورور ټکر، کسات او انقلابي ډيپلماسۍ تر پاى مخکې روغبړونه دي… په دې قهري ټکرونو کې له شمېر وتي عام افغانان، طالبان، افغان امنيتي ځواکونه او بهرني عسکر ووژل شول…

تېر بُن او په ځانګړي ډول لومړى هغه يې د افغان شريکوالو د افراطي تقابل يو مغرور څپرکى و، هلته چې طالبان په کې نه يوازې نابللي او شړل شوي وو بلکه هلته شريکو افغانانو په کې د زغم، تنوع او يوبل منلو هغه کم ظرفي نندارې ته وړاندې کړه چې د وروستيو اتلسو کلونو نارامۍ په يو لوى عامل کې له همدې کم ظرفۍ را وخوټېدې، نن چې د تېرو اتلسو کلونو د حکومتوليو پخواني او اوسني شريکان د طالب خبرو ته په کوم ظرفيت او مداحۍ کله مسکو او کله قطر ته ورځي؛ که يې طالب اتلس کاله مخکې په يو عادي ګډون منلى واى، نو که دا جګړه بيا هم په دغه شکل شوې واى، لږ تر لږه به دوى تاريخ ته دغسې پړ نه واى.

نن چې طالبان په همغه تکرار تاريخ کې راغلل او دوى په کې د بُن له همغه زلمي خليلزاد سره دا ځل په قطر کې د بين الافغاني خبرو اترو شريکوالو سره خواله او روغبړ کوي؛ د خبرو اترو او دستي ساعت زغم لپاره دا يو ښه پيل دى، خو که طالبان په کې دا خبرې د خپل يونواخت او ځانله حکومتولۍ لپاره سټراټيژيک مانور کړي، که دوى په کې د افغان معضلې شريکان او په ځانګړي ډول افغان حکومت رد او له پامه وغورځوي دا به د بُن همغه تکرار وي او د تنوع او يوبل منلو دا ورکه به افغانستان يوې بلې جګړې ته ننباسي، دا جګړه به خورا ناوړه او قومي وي او دا جګړه به ډېر منطقوي او نړيوال تمويلوونکي او اکمالوونکي ولري.

په دې هيله چې په دا ځل خبرواترو کې طالبان د بُن خلاف د زغم او يوبل منلو ظرفيت وړاندې کړي، د تېر او اوس دا توپير د افغان سولې او ټيکاو لپاره اړين دى، په تاريخ کې لوى لوى فرصتونه نه يوازې کله کله او په سختۍ مخې ته راځي خو په ډېرې اسانۍ له مخې ځي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

مصلح صاحب ! افغانستان د کفارو تر حملی او اشغال دمخه يو آزاد ، مستقل او خپلواک هيواد و ، خو تر حملی او د بُن تر کنفرانس وروسته په يو غلام ، اشغال شوی او بلواک هيواد واوښتی ، مځکه او هوا يی د پرديو ظالمو تر واک لاندی راغله ، استعمار او استثمار هغه مړسترګی ، د دين او هيواد دښمنان او تر خپلو و پرديوته وفاداره د ټولو پخوانيو دولتونو غداران او شرمښان سره راټول کړل او په سر کی يی خپل هغه بی دينه سيکولران وټاکل چی بيله د امريکا او شيطان د خوښيو نور د… نور لوستل »

Ahmed
میلمه
Ahmed

مننه له دی نېکی مشوری څخه
الله ج
دی وکړی چی افغانان راتلونکی خطراتو ته پوره پام وکړی او ده مخنېوی لپاره ېو بل وزغمی او سره معاف کړی
او ده ملت او افغانستاندا خطرناکه بحرانی حالات درک کړی
او ده ږغورلو لپاره کار سره وکړی