افغانستان

کابل پوهنتون: د شرعیانو پوهنځي دریم استاد هم ونیول شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي څخه دریم استاد «مبشر مسلم یار» د کابل پوهنتون له دوو پخوانیو زده کوونکو سره یو ځای  داعش ته د بلنې په تور نیولي او له ځانه سره یې وړی.

د ملي امنیت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مبشر مسلم یار د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ښوونکی او د « احمد طارق» او «احمد فاروق» په نومونو د یاد پوهنتون دوه پخواني زده کوونکي داعش ته د جلب او جذب په تور د کابل ولایت په مربوطاتو کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، احمد طارق او  فاروق دواړو اعتراف کړی چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ د دریو استادانو ظاهر داعي، معروف راسخ او مبشر مسلم یار په تبلیغ داعش ډلې ته ورګډ شوي، دوی همدا راز خپل ښوونکي تورن کړي چې سلفیت او داعش ته جلب او جذب کوي او د پوهنتون زده کړي ځوانان ورته بولي.

ظاهر داعي، معروف راسخ او مبشر مسلم یار د شرعیاتو د پوهنځي ښوونکي دي چې په ټولنیزو رسنیو باندې د اسلامي دعوتګرو په حیث مشهور دي او تر ډېره په حکومت او امریکایانو باندې د توندو نیوکه کوونکو له ډلې شمېرل کيږي.

معروف راسخ او ظاهر داعي کابو دوې اونۍ وړاندې د ملي امنیت له لوري نیول شوي وو، لوړو زده کړو وزارت د هغوی په تړاو څرګنده کړې وه، چې ملي امنیت تر دې دمه د هغوی د نیولو هيڅ لامل نه دی ورته په ګوته کړی.

د ګډ حکومت امنیتي ارګانونه داسې مهال د ټولنې افغان علماء د داعش ډلې د غړو په پلمه نیسي، چې  د حکومت لوړ پوړو چارواکو په بیا، بیا څرګنده کړې، چې داعش د امریکا او حکومت ګډه پروژه ده او ستر ښودلو ته یې کار کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افتش عن انسان

يموكراسي همدي ته واي

الحاج استاذ بیانزی

داعش ته منصوب کسان خو د امریکا ملګری دی ولی یی ونیسی او که یی د ځینو کړنو او روزنو د پاره چیری بیا یی د وی ای پی ګاړو کی نه د ملی امنیت ګاړو کی بیول کیږی . دغه نور دوه استادانو ویدیو ګانی خو می نه دی اوریدلی مګر د داعی صاحب ویدیو ګانی خو می اوریدلی فکر نه کوم چه هغه د دومره پوهی سره داعش سره تړاو ولری او که یی ولری بیا ولی ونیول شوی داعش خو د طالب مجاهدینو مقابل کی لکه د اربکانو په شان جهاد نما نظامی ملیشی دی هر چیری… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی ! ویشلی چا دی چه نن یی په یو میز راټولیدو باندی پمپو خوشالی کوی داسی ښیوی چه افغانان لکه د ماشومانو او یا لیونیانو تل جنګونه کوی او امریکایی سره پخلا کوی او په یوه میز باندی یی ډوډی خوړولو ته کینوی ، د جنګ څیری جامی ورته بدلوی او….. او یا لکه د یو هیواد ملی او خپلواک حکومت چه د هغه هیواد د ورونو قومونو تر منځ روغه جوړه کوی او وایی خوشاله دی چه ورونه قومونه مو له ډیری وژنی وروسته په یو میز سره مخ په مخ کینول. حیرانوونکی ده همدا کوی همدا .… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x