افغانستان

حکومت په قطر کې له بین الافغاني ناستې هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): داسې مهال چې ګڼ شمېر افغان سیاستوال، د مدني ټولنو استازي او مخور له طالبانو سره په یوه بین الافغاني کنفرانس کې راټول شوي، ګډ حکومت وايي، له دې ډول ناستو هرکلی کوي او تمه لري دا کنفرانس ددوی او طالبانو تر منځ مذاکراتو ته لاره پرانېزي.

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ویاند «صدیق صدیقي» وایي، موږ له دې ډول ناستو هرکلی کوو او په تمه یو چې دا خبرې به زموږ او طالبانو تر منځ مذاکراتوته لار خلاصه کړي، دا ناسته د سولې په پروسه کې یو پرمختګ او  د هغو افغانانو لپاره یو فرصت دی چې دا مهال له طالبانو سره ناست دي، څو وکولای شي خپل نظر له طالبانو سره تبادله کړي.

متین بېګ د سیمه ئیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس چې دا مهال د قطر په بین الافغاني ناسته کې د خپل ځان په استازیتوب ګډون لري وايي، له افغانستان څخه راغلي استازی متفاوت دي، دوی به طالبانو ته وروفهموي چې اوسنی افغانستان د اتلسو کلونو پخواني افغانستان سره توپیر لري.

ګډ حکومت داسې مهال له طالبانو سره د رسمي مذاکراتو پیل ته شېبې شماري، چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ مذاکرات توافق ته د رسېدو په درشل کې دي، خو ګډ حکومت پکې هیڅ مطرح نه دی او له صحنې ایستل شوی.

طالبانو په بیا، بیا له ګډ حکومت سره د «حکومت» په حیث خبرې رد کړې او په نننۍ ناسته کې یې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر «سلام رحیمي» د ګډون مخه نیولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دګډ حکومت په بدنه، نوم او جوړښت کی د غلامی ذلت نغښتی. ګډ حکومت د ع اوغ هغه غلام حکومت چه له ټاکنو پرته د جان کیری په واسطه جوړ شوی . د ترمپ او هیلری کلینټن تر منځ ټاکنو کی د روسانو لاسوهنه احساس شوه په داسی حال کی چه په ښکاره څه نه احساسیدل مګر د ع اوغ په لاس اوچتولو او شا ټپولو کی جان کیری لکه د دوه خرو شاته چه ولاړ او کروندی ته یی په مخه کړی وی. خنده اوره ، لمړی د کابل غلامه اداره ځانته د حکومت نوم اخلی ، حکومت خو… نور لوستل »

جميل

دا درواغجن خو بيا پيدا شو
داسی ښکاری چی غلامان د خپلو مالکانو په ارادو ندی خبر او يا داچی سر نه خلاصوی چی مالکان يی تښتی او دوی پر تش ډاګ يوازی بی سرپرسته پريږدی ، چی دا ورځ به څومره خوندوره ورځ وی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x