افغانستان

پمپیو: خوښ یو مختلف جهتونه په یوه مېز راټول وینو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مايک پمپیو» د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې له طالب استازو سره د افغان سیاسیونو، مدني ټولنو د غړو او حکومتي چارواکو د ناستې هرکلی کړی او دا یې د سولې په برخه کې یو غوره ګام بللی.

مایک پمپیو په خپل ټويټر لیکلي « بین الافغاني ناسته له ډېرې مودې وروسته دایره شوې، خوښ یم چې د مدني ټولنې استازي، حکومتي چارواکي او طالبان په یوه مېز راټول وینم، ټول امریکایان باید وویاړي چې افغانان په خپلو منځو کې د جګړې او بحران د ختمولو او د یوې مشترکې راتلونکې د جوړولو په موخه راټول شوي».

د دوحي بین الافغاني ناسته چې د قطر او جرمني په استازیتوب جوړېږي، له افغانستان څخه ګڼ شمېر سیاسیونو او حکومتي چارواکو په خپل شخصي استازیتوب پکې ونډه اخستې.

نن ددې غونډې په لومړۍ ورځ د غونډې ټول غړي له طالبانو سره له خبرو خوښ ښکارېدل، دوی د همداسې غونډو د دوام هیله درلوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د پمپيو دا خبری خپل خلګ او نور بی خبره غولول دی ، خو افغانان پدی ښه پوهيږی چی دا هغه بين الافغانی مذاکرات ندی پر کومو چی دوی ټينګار کاوه چی هغه د غلام دولت او طالبانو تر مينځ مذاکرات وه ، خو دا مذاکرات د اسلامی امارت د استاذو د خپل ولس سره مذاکرات دی .
زما په اند د داسی مذاکراتو ډيريدل به و اسلامی نظام ته آسانتياوی ډيری کړی او اسلامی نظام به د افغان زوريدلی او کړيدلی ولس لپاره د هوساينی او د عزت ژوندانه لاری لنډی کړی . انِ شاءاللهُ تعالی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x