شعـــــرونه

ماښام؛ سپين کوچی

سپين کوچی

راتلو ته دې هر وخت سترګې پر لار یمه ماښام
نیم عمر دې خوړلی انتظار یمه ماښام

مالت چې مې اخیستی ټوله ورځ ؤ په ژړا
په کریغو مې غږ ناست دی اوس کرار یمه ماښام

چې سترګې مې د زړه له درده ټوله شپه ورنغلې
وهلی بیا د کوم غریب ازار یمه ماښام

کوڅو کې یې خواره، واره یاران را یادېدل
په زړه کې ګرځیدلی د خپل ښار یمه ماښام

چې ته راوریدلی یې په زړه یمه ورغلی
ستا بندو دروازو ته څو،څو وار یمه ماښام

د ورځې لږ مصروف یمه خفه دې رانه، نه شي
یادونو ته دې وایه ښه وزګار یمه ماښام

هټکۍ چې مې ناڅاپه ماښام واخلي زړه کې وایم
یاد کړی سپین کوچیه بیا کوم یار یمه ماښام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x