انعام نعيمي

ملګریه!؛ انعام نعيمي

انعام نعيمي

لاس مې ونېسه نشه یمه ملګریه
در غورځېږمه ښۀ نه یمه ملګریه

اخېر کوم پرهر مې وګنډم په ستنه
ټول تېکه، تېکه تېکه یمه ملګریه

ته مې مه یادوه ښه ده چې کړېږم
د زخمونو پــېمانه یمه ملګریه

ستا نامه اخلم او سا مې په وتو ده
بس روان په دې شېبه یمه ملګریه

اوس مې قدر په بې قدرو باندې نشته
د بنګړي ماته ټوټه یمه ملګریه

مخه ښیې ټکی مې سا له ستوني باسې
ور روان په دې صحنه یمه ملګریه

تا د ماتې ائینې شکل لیدلی؟
په وجود دغسې پوره یمه ملګریه

انعام!مه ګوره محفل کې د خوښیو
د شهید په جنازه یمه ملګریه
ــــــــــــــــــــــــــ
انعام نعیمي
2018/7/7

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د